لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته به په بشپړه توگه ماتې ورکولو کې وخت لگي،صدراوباما


 اوباما خبردارى ورکړو چې دداعش په ضد دې اوږدمهاله جگړه کې که يو لوري ته به دبرياليتوب ورځې راځي نو بل لوري ته دخنډانو اؤ مايوسۍ شيبې هم راتلى شي.
اوباما خبردارى ورکړو چې دداعش په ضد دې اوږدمهاله جگړه کې که يو لوري ته به دبرياليتوب ورځې راځي نو بل لوري ته دخنډانو اؤ مايوسۍ شيبې هم راتلى شي.

دامريکا صدر براک اوباما دگل په ورځ دپينټاگان دوره کړې اؤ دغلته يې دخپلې قومي سلامتۍ دمشيرانو سره ليدنه اؤ صلاح مشورې کړي دي، ددغو مشورو ځانگړى مقصد دداعش جنگيالو ته دماتې ورکولو تگلاره کې نور ښه والى راوستل ؤ.

وروستو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدر اوباما وويل دائتلافي اؤ امريکائي فضائي کارروائيو په مرستې سره دداعش تندروه ډله زياته کمزورې شوې خو دهغه په قول داعش ته په بشپړه ماتې ورکولو کې به يو څه وخت لگي.

اوباما خبردارى ورکړو چې دداعش په ضد دې اوږدمهاله جگړه کې که يو لوري ته به دبرياليتوب ورځې راځي نو بل لوري ته دخنډانو اؤ مايوسۍ شيبې هم راتلى شي.

امريکائي صدر وويل دعراق موصل، جبل سنجار، کرکوک اؤ تکريت سيمو اؤ ښارونو کې دداعش ځالې ړنگې کړل شوي اؤ په دغو ځائيونو کې ورته ماتې ورکړل شوې ده.

خو تندلاري درمادي په سيمه قابض دي اؤ مقابله يې کولى شي ، همدغه راز هغه وويل شام کې درقعه، طلبيه اؤ کوباني سرحدي سيمه کې دغه ډله دماتې سره مخ کړل شوې ده.

نوموړي وويل دداعش څوک پلوي نشته اؤ دسيمې اکثره هيوادونه نۀ يواځې ددې په ضد ائتلاف کې شامل دي بلکې ددغه ډلې دکمزوري کولو اؤ ختمولو کار کې بشپړه برخه اخلي.

امريکائي صدر وويل زمونږ جنگ داسلام يا مسلمانانو خلاف نۀ دى بلکې دغلطو نظريو لرونکې دولت اسلاميه دتندروه ډلې سره دى

هغه په ياده کړه چې دداعش په لاسونو ټوله نړۍ کې وژل شوي زياتره خلک مسلمانان دي،هغه وويل امريکا کې مسلمانه ورورولي دتندلارو په ضد جگړه کې برخه اخلي.

صدر وويل دا يوه اوږدمهاله جگړه ده چې په نړيواله کچه يې مقابله ضروري ده اؤ دې لړ کې مذهبي سکالرانو اؤ علماؤ ته کوټلې ملگرتيا پکار ده.

هغه وويل هغه وويل دولت اسلاميه ته ماتې ورکول په ځمکه دموجودو سيمه ييزو پوځونو کار دى اؤ دامريکا په مشرۍ ائتلاف به دغو پوځونو ته تربيت اؤ فضائي مرسته ورکول دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG