لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : وسله والو يو پوليس اؤ دوه هزاره گان وژلي


 دپوليسو ترمخه دگل په ورځ دکوئټې په جوائنټ روډ دپاسپورټ ددفتر سره نزدې په دوؤ موټر سائيکلو سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې ديو پوليس عسکر په گډون درې کسان ووژل شول اؤدوه نور ژوبل شول
دپوليسو ترمخه دگل په ورځ دکوئټې په جوائنټ روډ دپاسپورټ ددفتر سره نزدې په دوؤ موټر سائيکلو سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې ديو پوليس عسکر په گډون درې کسان ووژل شول اؤدوه نور ژوبل شول

دپاکستان دبلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دشيعه هزاره ورورولۍ دوه کسان اؤ يو پوليس عسکر وژل شوى دى.

دپوليسو ترمخه دگل په ورځ دکوئټې په جوائنټ روډ دپاسپورټ ددفتر سره نزدې په دوؤ موټر سائيکلو سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې ديو پوليس عسکر په گډون درې کسان ووژل شول اؤدوه نور ژوبل شول

دپوليسو ترمخه دوژل شوؤ دوؤ کسانو تعلق دشيعه هزاره ورورولۍ سره دى اؤ دوژل شوي پوليس پيژندگلو دکالا خان په نوم سره شوې ده، پيښه کې دشيعه هزاره ورورولۍ سره دتعلق لرونکې يوې ښځې په گډون دوه کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي.

تيره ورځ هم دکوئټې دباچاخان چوک سره نزدې يوه بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى اؤ ١٩ نورژوبل شوي وؤ.

همدغه راز وسله والو داتوار په ماښام دبلوچستان دگوادر دپسني تحصيل په زيرو پوائنټ سيمه کې ديوې تعميراتي کمپنۍ په مزدورانو ډزې کړې وې چې پکې درې مزدوران وژل شوي وؤ.

څو اوونۍ دمخه بلوچستان کې دپوځ اؤ حکومت له لوري درياست په ضد په جگړه بوختو وسله والو ته دوسلې په ځمکه دغورځولو په صورت کې دعامې بخښنې اؤ پيسو ورکولو دوړانديز باوجود بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو اؤ اقليتونو دبريدونو لړۍ دوام لري.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG