لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کيري وائي ايران سره جوهري مذاکراتو کې پرمختگ شوى


 داتوار په ورځ ويانا کې خبريالانو سره دخبرو په مهال جان کيري وويل دا حقيقت دى چې دواړو هيوادونو په تړون درايې داتفاق په لوري حقيقي پرمختگ کړى خو دفريقينو ترمينځ اوس هم په زياترو ستونزو اختلافونه شته.
داتوار په ورځ ويانا کې خبريالانو سره دخبرو په مهال جان کيري وويل دا حقيقت دى چې دواړو هيوادونو په تړون درايې داتفاق په لوري حقيقي پرمختگ کړى خو دفريقينو ترمينځ اوس هم په زياترو ستونزو اختلافونه شته.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي دتيرو څو ورځو راهسې ويانا کې ايران سره دجوهري تړون په لوري غوره پرمختگ شوى خو دفريقينو ترمينځ اوس هم گڼ اختلافونه موجود دي.

داتوار په ورځ ويانا کې خبريالانو سره دخبرو په مهال جان کيري وويل دا حقيقت دى چې دواړو هيوادونو په تړون درايې داتفاق په لوري حقيقي پرمختگ کړى خو دفريقينو ترمينځ اوس هم په زياترو ستونزو اختلافونه شته.

دامريکا دبهرنو چارو وزير خبردارى ورکړو چې که چرې ايران پخپل جوهري پروگرام لچک ونۀ ښودو نو امريکا به دمذاکراتو څخه پشا شي.

هغه وويل که چرې دټاکل شوې نيټې څخه دمخه کوم تړون ترسره نۀ شو اؤ ايران په دې معاملو دلچک څرگندونه کې سنجيدگي ونۀ ښوده، کومه چې دامريکا لپاره زياته مهمه ده، نو صدر براک اوباما څو ځله په ډاگه کړې چې امريکا به دمذاکراتو څخه لاس پسر شي.

جان کيري په ډاگه کړه چې امريکا ته دايران په تړون يو ښه تړون پکار دى اؤ هم ددې هدف ترلاسه کولو لپاره مذاکرات کوي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې جان کيري وويل دخپل ايراني سيال جواد ظريف ددې بيان سره اتفاق کوي چې فريقين په کوم تړون دومره کله هم نۀ وؤ نزدې شوي لکه اوس چې دي ، خو اوس هم زياتې دهواري غوښتونکې ستونزې شته.

هغه وويل که چرې راتلونکو څو ورځو کې ځينې سختې پريکړې وکړى شي نو روانه اوونۍ کې په تړون اتفاق کيدى شي.

دامريکا ترڅنگ ايران سره مذاکراتو کې دشريکو نورو پينځوؤ نړيوالو طاقتونو برطانيې، فرانس، روس اؤ جرمني دبهرنو چارو وزيران هم داتوار په ورځ ويانا ته رسيږي ترڅو د٧مې جولا يۍ دمهلت څخه دمخه په جوهري تړون درايې داتفاق لپاره دکيدونکو مذاکراتو په اخري پړاؤنو کې برخه واخلي.

جان کيري اؤ دهغه ايراني سيال جواد ظريف دوړاندې څخه ويانا کې موجود دي چرته چې هغوي داتوار په ورځ هم ليدنه کړې.

دجان کيري اؤ جواد ظريف ترڅنگ دچين دبهرنو چارو وزير وانگ يي هم ويانا کې دى اؤ دفريقينو ترمينځ کيدونکو مذاکراتو کې شريک دى.

مذاکراتو کې دپرمختگ څخه خبرو سرچينو وائس اف امريکا ته وئيلي ايران څخه دبنديزونو دپورته کولو په لانجمنه معامله دفريقينو ترمينځ عبوري اتفاق شوى چې غوڅه منظوري به يې مذاکراتو کې دبرخه لرونکو هيوادونو دبهرنو چارو وزيران ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG