لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې حزب اسلامي د داعش په ملاتړ د جنګیدو اعلان کړی


ព្រះ​ម្ចាស់ក្សត្រី​អង់គ្លេស​ Queen Elizabeth II ឈរ​ជិត​រថយន្ត​បុរាណ​មួយ​នៅ​ពេល​ដែល​ព្រះ​ព្រះ​ម្ចាស់ក្សត្រី​រៀបចំ​កម្មវិធី​អបអរទិវា​ជនពិការ​លើកទី​៤០ នៅ​ប្រាសាទ​ Windsor Castle ភាគខាងលិច​ទីក្រុង​ឡុងដ៏។
ព្រះ​ម្ចាស់ក្សត្រី​អង់គ្លេស​ Queen Elizabeth II ឈរ​ជិត​រថយន្ត​បុរាណ​មួយ​នៅ​ពេល​ដែល​ព្រះ​ព្រះ​ម្ចាស់ក្សត្រី​រៀបចំ​កម្មវិធី​អបអរទិវា​ជនពិការ​លើកទី​៤០ នៅ​ប្រាសាទ​ Windsor Castle ភាគខាងលិច​ទីក្រុង​ឡុងដ៏។

د افغانستان یوې وسله والې تندروه ډلې حزب اسلامي خپلو جنګیالو ته افغانستان کې دداعش په پلوۍ د جنګیدو امر کړی اؤ وئیلي یې دی چې که طالبان دداعش سره جنګیږي نو د حرب اسلامي پلویان به په دغه جګړه کې دداعش کلکه ملګرتیا کوي.
تیره ورځ د انجنئیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند لخوا افغانستان کې خپلو جنګیالو ته په جاري شوي یو بیان کې د ځینو ګوندونو په هکله نوې لارښوونې شوې دي.
په دغه بیان کې حزب اسلامي د حکومت سره په مقاومت بوخت طالب جنګیالي خپل لمړي دښمنان ګرځولي اؤ خپلوجنګیالو باندې یې غږ کړی که چرته دداعش جنګیالي طالبانو سره جګړې ته لاندې اوځي نو تاسو هم دداعش په ملاتړ جنګیږئ.
حزب اسلامي د افغانستان یوه تند روه مذهبي وسله واله ډله ده چې ددغه ګوند مشر انجنئیر ګلبدین حکمتیار د افغانستان وزیراعظم هم پاتې شوی اؤ دا مهال حکمتیار نه یوازې د افغانستان د حکومت بلکې د حکومت مخالفه تند روه طالبانو په ضد هم په پټه توګه فعالیتونه کوي.
دحزب اسلامي لخوا افغانستان کې دداعش په ملاتړ د جنګیدو دغه غږ په داسې حال کې شوی چې په دې نزدې ورځو کې د افغانستان دننه د طالبانو یو شمیر کمانډرانو داعش سره د خپل پیوستون اعلان کړی اؤ په ګڼو ولایتونو کې د داعش جنګیالو د طالبانو څخه سرونه هم قلم کړي دي.
تیره ځینو سیمه ایزو اؤ نړیوالو مطبوعاتو د طالبانو د سرچینو له قوله وئیلي وؤ چې افغان طالبانو په شام اؤ عراق کې دداعش مشر ابوبکر البغدادي ته پیغام لیږلی چې په افغانستان کې دې د لاسوهنې نه ډډه وکړي خو دداعش ویاند ابو محمد العدناني دطالبانو ددغه پیغام په ځواب کې مطبوعاتو ته وئیلي وؤ "هاغه څوک چې په خراسان کې د دولت اسلامیه جنګیالو سره جنګیدو ته زړه ښه کوي ګویا ځان ته پخپله قبر کیندي"
په افغانستان کې دداعش د پرمختګونو اؤ ددغه ډلې د جنګیالو د لیکو د پیاوړي کیدو په اړه تر دې مهاله د افغان حکومت کوم کلک اؤ کوټلی غبرګون مخې ته نه دی راغلی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG