لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان :نښته کې څلور پوځيان اؤ ١٢ جنگيالي وژل شوي


 دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ځمکنو عملياتو کې لږ ترلږه ١٢ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ځمکنو عملياتو کې لږ ترلږه ١٢ تندلاري وژل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې لږ ترلږه څلور پوځيان اؤ ١٢ جنگيالي وژل شوي دي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ځمکنو عملياتو کې لږ ترلږه ١٢ تندلاري وژل شوي دي.

دائي ايس پي ار ترمخه ترهه گرو سره نښته کې څلور عسکر هم وژل شوي اؤ جنگيالو سيمه کې دخپلو درې ملگرو مړي پريښي اؤ تښتيدلي دي.

خو په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى ځکه نۀ شي کيدى چې سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر ٢٨٠٠ ؤ جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG