لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبر ایجنسۍ عملیاتو کې د پاکستان پوځ څه لاس ته راوړنې کړي ؟


لرې پرتو سیمو کې اوس هم تندلاري اؤ ترهګر د یو ګواښ په شکل موجود دي
لرې پرتو سیمو کې اوس هم تندلاري اؤ ترهګر د یو ګواښ په شکل موجود دي

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب دلمړۍ کليزې په مهال پوځ دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دخيبر دوهم په نوم عمليات پاې ته رسولي خو څیړونکي نیوکه لري چې په دغه عملیات کې پوځ کومې واضحه ګټې لاس ته نه دي راوړي.
څیړونکي په دې نظر دي چې د خیبر ون په نوم عملیاتو کې به د باړې هواره سیمه ضرور د ترهګرو نه د پوځ لاس ته ورغلې وي خو په لرې پرتو سیمو کې اوس هم تندلاري اؤ ترهګر د یو ګواښ په شکل موجود دي اؤ پوځ نه دی توانیدلی چې په دې عملیاتو کې د منګل باغ یا دهغه د مخالفو جنګیالو په څیر مذهبي تندلاري د مینځه یوسي.
دپاکستان دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د هم خالي په ورځ پخپله اداریه کې خیبرایجنسۍ کې دترسره شوؤ عملیاتو د لاسته راوړنو په بابله پوښتنې راپورته کړي دي .
خيبر ون عملياتو کې دباړې دزياتره برخې (تندلارو څخه) دپاکولو وروستو دخيبردوهم عملياتو مقصد دتيراه دخطرناکې سيمې ، کومه چې په ژورو کلو اؤ لوړو غرونو مشتمله ده، پاکول وؤ.
په دغه سيمه کې ستره خطره دتحريک طالبان پاکستان، دتندروه کمانډر منگل باغ په مشرۍ دلشکراسلام ډلې،(چې دټي ټي پي څخه بيله شوې ډله ده) دجماعت الاحرار اؤ بهرنو جنگيالو څخه پيښه ده.
اداریه لیکي دا خبره چې پوځ به دخپل زيات قوت سره دتندلارو څخه په تيراه سيمه بيا قبضه وکړي اؤ غالب به راشي خو پاکه وه، خو ددې يو دروند قيمت هم ادا شوى چې پکې ٥٠ عسکر وژل شوي اؤ د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
په اداریه کې وئیل شوي په داسې حال کې چې دپوځ سرلښکر تيره ورځ شمالي وزيرستان ته رسيدلى اؤ دغلته پوځ په شوال سيمه کې دسختې ممکنه جگړې لپاره تيارۍ کوي، په پوځي عملياتو کې دژوند قرباني ورکول هاغه دروند قيمت دى چې له بده مرغه به دتندروۍ په ښکار سيمو د واک بیرته ترلاسه کولو لپاره رياست ته ادا کول وي.
اداریه کې دعوه شوې چې دخيبردوهم عملياتو په نتيجه کې دتيراه څخه افغانستان ته په ورغځيدلو ټولو دريواړو لویو لارو یا درو پوځ حقيقي واک نۀ دى ترلاسه کړى، خو دپوځ ترمخه ددريوؤ درو څخه ديوې درې کلي دفضائي قوت له لارې د واک لاندې راتللى شي ځکه چې پوځ ددغو کلو دپاسه دغرۀ په څوکو قبضه کړې ده.
اداریه وایي د پوځ ددغه امید دوه مطلبه دي ، لمړى دا چې په تيراه دبيا قبضې کولو لپاره به دخيبر دوهم عملياتو يو بل پړاؤ ته اړتيا وي، اؤ دوهمه دا چې پوځ به په ظاهري توگه په راجگال اؤ کچکول سیمو کې ديخنۍ پورې دتندلارو دتګ راتګ مخنيوي لپاره دفضائي بريدونو په دوامداره ساتلو مجبور شي.
اداریه کې اندیښنه ښودل شوې چې که چرې په سختو سيمو کې دپوځي موجوديت باوري کولو اؤ دسختو تندلاور دڅارنې په ترڅ کې پوځ ديخنۍ موسم پورې د سیمو واک ترلاسه نۀ کړو نو يو نوى چيلنج به راپورته شي.
اداریه کې راغلي دباړې دهوارو سيمو برعکس، کومې چې په اسانۍ سره په خيبر ون عملياتو کې محفوظې کړل شوې وې، دتيراه په سيمه واک ترلاسه کول دپيښ چيلنج له امله اخرې ته پريښودل شوي وؤ.
داداریې له مخې دعملياتو څخه وروستو چيلنج په ډاگه دى، پوځ په سيمه قبضه کولى اؤ پاکولى يې شي په ظاهري توگه اوږدمهاله معمول ته دراگرځيدو لپاره به سول انتظاميې ته دکار کولو اجازه ورکول اؤ دتيراه چارې چې په تیرو وختونو کې په انتظامي توگه دباړې څخه چلول شوي، دتيراه دباثباته کولو لپاره به دغه صورتحال بدلول وي.
اداریه کې دا هم وئیل شوي چې یوه داسې سيمه چرته چې دتاوان لپاره دخلکوتښتونکې ډلې، دنشه اي موادو کاروباريان اؤ تندروه ډلې غالبه دي،هلته داوږدمهاله ثبات پيدا کولو لپاره دسړک دجوړيدو منصوبه هم زياته سودمنده ثابیتیدی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG