لاس رسیدونکی لینک

پاکستان:دنفرت څخه په ډک تقرير مُلا ته د١٠ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې


پوليسو دوه مياشتې دمخه ديوې فرقې په ضد جومات کې دسحرې دنمونځ څخه وروستو دنفرت څخه دډک تقرير کولو پسر دقائم پور سيمې دمُلا عبدالغني په ضد مقدمه درج کړې وه اؤ هغه يې نيولى ؤ.

پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي يوې محکمې دپنجاب صوبې دجومات يو مُلا ته ددبلې فرقې په ضد دنفرت څخه په ډک تقرير کولو د١٠ؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت دجج خالدارشد لخوا د١٠ؤ کلونو اؤ څلورو مياشتو دبند دغه سزا دپنجاب دبهاؤلپور ضلعې څخه د٩٠ کلو ميټرو په فاصله دحاصل پور سيمې دقائم پورټاؤن دجومات ملا ته اورول شوې اؤ ددې ترڅنگ به دغه مُلا اووۀ لکه روپه جرمانه هم ادا کول وي.

پوليسو دوه مياشتې دمخه ديوې فرقې په ضد جومات کې دسحرې دنمونځ څخه وروستو دنفرت څخه دډک تقرير کولو پسر دقائم پور سيمې دمُلا عبدالغني په ضد مقدمه درج کړې وه اؤ هغه يې نيولى ؤ.

عدالت نورو څلورو کسانو ته هم دنفرت څخه دډکو موادو دويشلو له امله څلورو کسانو ته سزاگانې اورولي دي چې ترمخه يې محمد وقاص نومې تن ته دپينځوؤ زرو روپو دجرمانې ترڅنگ ددرې نيمو مياشتو دبند، رفيق احمد ته دپينځوؤ زرو روپو دجرمانې ترڅنگ ددريوؤ مياشتو دبند، محمد زاهد ته ددريوؤ مياشتو اؤ پينځلسو ورځو دبند، اؤ طالب حسين ته دپينځوؤ زرو روپو دجرمانې ترڅنگ ددرې نيمو مياشتو دبند سزا اورولې ده.

XS
SM
MD
LG