لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کې په پوځي پوستو بريد،٣٠ عسکر مړۀ


دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه پيښه دشيخ زويد ټاؤن په جنوبي برخه کې رامينځته شوې چرته چې جنگيالو شپږ پوځي پوستې په نخښه کړي دي.
دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه پيښه دشيخ زويد ټاؤن په جنوبي برخه کې رامينځته شوې چرته چې جنگيالو شپږ پوځي پوستې په نخښه کړي دي.

امنيتي اؤ پوځي چارواکي وائي چې دمصر په ناقراره سيمه سينائي کې په پوځي پوستو ترسره شوي بريد اؤ ځانمرګي موټري بم چاؤدنه کې ٣٠ پوځيان وژل شوي اؤ٤٠ نور ژوبل شوي دي.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه پيښه دشيخ زويد ټاؤن په جنوبي برخه کې رامينځته شوې چرته چې جنگيالو شپږ پوځي پوستې په نخښه کړي دي.

يو پوځي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي بريدکوونکو گڼ پوځيان بنديان کړي اؤ په يو شمير بکتر بند گاډو يې هم قبضه کړې ده.

په عين حال کې دمصري پوځ وياند بريگيډئير جنرل محمد سمير وئيلي دي سينائي کې دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ نښته اوس هم روانه ده ، چرته چې هغوي په شپږو پوځي پوستو دبريد ترڅنگ دموټري بم يوه چاؤدنه هم کړې ده.

دهغه په قول بريد کې ١٠ پوځيان وژل شوي خو دنورو پوځي سرچينو څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو ترمخه دوژل شوؤ عسکرو شميره ٣٠ ده.

جنرال محمد سمير دا هم وئيلي دي چې وروستو ترسره شوؤ نښتو کې لږ ترلږه ٢٢ ترهه گر هم وژل شوي دي.

دغه بريدونه دمصر صدر عبدالفتاح السيسي لخوا دتندلارو په ضد ددوؤ کلونو راهسې دروانو عملياتو دتُندولو غږ څخه وروستو رامينځته شوي دي.

که هر څو په سينائي کې تندلارو دڅو کلونو راهسې امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي خو هغوي خپلو بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راوستې چې جولا ئي کال ٢٠١٣م کې پخوانى اسلام خوښى صدر محمد مرسي پوځ داقتدار څخه داولسي احتجاجونو وروستو لرې کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG