لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملاله بريد کوونکو ته دې سزا ورکړل شي، امريکائي سينيټران


 امريکائي سينيټرانو مارکو روبيو اؤ باربرا باکسر اوس اوس پاکستان کې په ملالې يوسفزئ ترسره شوي بريد کې دککړو اتوؤ ملزمانو په خوشې کولو دانديښنه څرگندونه کړې ده.
امريکائي سينيټرانو مارکو روبيو اؤ باربرا باکسر اوس اوس پاکستان کې په ملالې يوسفزئ ترسره شوي بريد کې دککړو اتوؤ ملزمانو په خوشې کولو دانديښنه څرگندونه کړې ده.

دوؤ امريکائي سينيټرانو په پاکستان ټينگار کړى چې دامن دنوبيل انعام په گټونکې پاکستانۍ پُښتنې طالب علمې ملالې يوسفزئ دې ترسره شوي بريد کې ککړو مجرمانو ته دې دسزا ورکولو هڅې تُندې کړي.

تيره مياشت دميډيا راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې په ملالې بريد کې ککړ د١٠ؤ څخه ٨ کسان خوشې کړل شوي وؤ.

لندن کې دپاکستاني هائي کميشن دوياند منير احمد له خُلې وئيل شوي وؤ چې ٨ کسان دثبوتونو دکمي په اساس خوشې کړل شوي وؤ.

امريکائي سينيټرانو مارکو روبيو اؤ باربرا باکسر اوس اوس پاکستان کې په ملالې يوسفزئ ترسره شوي بريد کې دککړو اتوؤ ملزمانو په خوشې کولو دانديښنه څرگندونه کړې ده.

امريکا کې دپاکستاني سفيرجليل عباس جيلاني په نوم ليکل شوي يو خط کې هغوي وئيلي هغوي دپاکستان په حکومت ټينگار کوي چې ددغه ظالمانه بريد دترسره کوونکو دقانون منگولو ته دراکش کولو لپاره دې په روڼ انده اؤ اولسي انداز کې دخپلو هڅو رفتار يو په دوه کړي.

دواړو سينيټرانو په ياده کړې چې سږکال داپريل په مياشت کې پاکستاني چارواکو ديوې خفيه اوريدنې څه وروستو اعلان کړى ؤ چې ټولو لس واړه ملزمان په ملالې يوسفزئ بريد کې ککړ دي اؤ ورته د٢٥ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه.

سږکال داپريل په مياشت کې پاکستاني اؤ غيرملکي ميډيا راپور ورکړى ؤ چې په ملالې يوسفزئ حمله کې ککړو ١٠ؤ کسانو ته دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې دعمري بند سزا اورولې وه.

خو پاکستاني چارواکو وروستو وويل په دغه مقدمه کې دسزا په اړه په ميډيا خپارۀ شوي اطلاعات سم نۀ وؤ، هغوي دعوه کړې وه چې په اصل کې يواځې دوؤ ملزمانو ته سزا ورکړل شوې وه اؤ ٨ کسان نور بري کړل شوي وؤ.

خو دا خبره ديادولو وړ ده چې له دې وړاندې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې وياند ميجر جنرل عاصم باجوه هم پخلى کړى ؤ چې ١٠ؤ ترهه گرو منلې ده چې دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر مُلا فضل الله دسکول په دريوؤ طالب علمانو ملالې يوسفزئ، شازيه رحمان اؤ کائنات رياض دشوې حملې منصوبه بندي کړې وه.

امريکائي سينيټرانو وئيلي دي دپاکستاني عدالتي نظام لاندې ددغه ناوړه بريد ترسره کوونکو ته دسزا ورکولو لپاره په فعاله توگه دکار دکولو يې ډاډگيرنه کړې وه خو اوس دميډيا دهاغو راپورونو مخې ته دراتللو څخه وروستو فکرمند دي چې (په ملالې بريد کې ککړ) دلسو څخه ٨ مجرمان دهغوي په ضد دلگيدلو تورونو څخه بري کړى شوي دي.

امريکائي سينيټرانو وئيلي دي چې ددغو مجرمانو خوشې کيدو دپاکستان دعدالتي نظام دشفافيت اؤ احتساب په اړه انديښنې راولاړې کړي دي.

هغوي هيله څرگنده کړې په ډير درناوي سره خواست کوي چې دپاکستان عدالتي نظام به ددغو لسو کسانو په اړه په ايماندارۍ اؤ روڼ انده انداز کې محاسبه وکړي اؤ يوې معصومې کم عمره جينۍ(ملاله يوسفزئ) ته به دانصاف ورکولو لپاره په هغې ظالمانه بريد ترسره کوونکو ته دسزا ورکولو لپاره کار دوامداره وساتي.

هغوي وئيلي طالبانو ملاله له دې امله په نخښه کړې وه چې هغې دښځو دحقونو اؤ جينکو دتعليم په ډاگه وکالت کولو اؤ په ياده کړې يې ده چې د١٥ کلنې دغه جينۍ دخاموشه کولو لپاره دتندلارو هڅې ناکامه شوي، دټولو ستونزو باوجود ملاله اوس ١٧ کلنه شوې اؤ دجينکو تعليم ته دودې ورکولو لپاره هغه اوس دنړۍ اتله ده اؤ له دې امله ورته په کال ٢٠١٤م کې دامن نوبيل انعام ورکړل شوى ؤ.

په ملالې يوسفزئ کال ٢٠١٢م کې دسوات انتظامي مرکز مينگوره ښار کې هاغه وخت طالبانو حمله کړې وه چې هغه دسکول په بس کې کور ته روانه وه، په دغه حمله کې دملالې يوسفزئ ترڅنگ دوه نورې طالب علمانې شازيه اؤ کائنات هم ژوبل شوې وې.

پاکستان کې دابتدائي علاج څخه وروستو ملاله يوسفزئ دنور علاج لپاره دبرطانيې برمنگهم ته وړل شوې وه.

دطالبانو ددغه حملې څخه دمخه ملالې يوسفزئ ته په نړيواله کچه هاغه مهال شهرت ترلاسه شوى ؤ چې هغې دطالبانو تر ولقې لاندې دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې په حالاتو برطانوي خبري شبکې لپاره دگل مکۍ په نوم يوه ډائري ليکلې وه.

دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې ١٧ کلنې ملالې يوسفزئ ته تيرکال دامن نوبيل انعام هم ورکړل شوى ؤ.

ملاله يوسفزئ دوهمه پاکستانۍ ده چې نوبيل انعام يې ترلاسه کړى، له دې وړاندې ډاکټر عبدالسلام ته په کال ١٩٧٩م کې په فزکس کې دنوبيل انعام ورکړل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG