لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ایم کیو ایم لاس اچوي که هند رسوا کول غواړي ؟


پوځ هم نور په دې حق کې نه دی چې ایم کیو ایم ته دې مزید مهلت ورکړل شي
پوځ هم نور په دې حق کې نه دی چې ایم کیو ایم ته دې مزید مهلت ورکړل شي

سرچینې وایي دپاکستان دسندهـ صوبې په کراچۍ ښار کې دفعاله سياسي گوند متحده قومي موومنټ يا ايم کيو ايم لخوا هند څخه دوسلو اؤ پيسو ترلاسه کولو دتورونو نه وروستو په دغه هيواد کې حکومتي اؤ عسکري قيادت په دې مشورو بوخت دى چې ايا دثبوتونو ترلاسه کولو وروستو په ايم کيو ايم لاس واچوي که په ټوله نړۍ کې دهند رسوا کولو ته مټې رابډ وهي.
دايم کيو ايم دمشر الطاف حسين ددې گواښ څخه وروستو چې که هغه له مينځه وويستل شو نو دکراچۍ په هره لاره کوڅه کې به جگړه وليدل شي ، دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ وزيراعظم نواز شريف خپلو کې دنهې په ورځ ليدلي اؤ دايم کيو ايم لخوا يې په شکمنه توگه هند څخه دپيسو اخستو په معامله یې خبرې اترې کړي دي.
سرچینې وایي په دغه لیدنه کې دواړه مشرانو هیواد کې دتندلارو اؤ ترهګرو په ضد روانو ضرب عضب عملیاتو باندې هم خیالات تبادله کړي خو د لیدنې اصل موخه دا وه چې په ایم کیو ایم د "را"څخه دپیسو اخستو د تورونو رامینځته کیدو نه وروستو باید کومه لاره خپله کړل شي.
په عیني حال کې ملگرو ملتونو کې دپاکستان استازې مليحه لودهي هم اسلام اباد ته رسيدلې ترڅو دغلته چارواکو سره صلاح مشوره وکړي چې په شکمنه توګه پاکستان کې د هند د مداخلتونو معامله په کوم انداز دملګرو ملتونو امنیتي شورا اؤ دبشري حقونو کمیشن کې راپورته کړي.
چارواکي وائي ملگرو ملتونو کې دپاکستان استازې مليحه لودهي ته به وزيراعظم نواز شريف اؤ خارجه محکمه تفصيلي حال احوال تيروي اؤ په دغه لړکې به ورته بشپړې لار ښوونې کوي.
د سرچینو ویناده دا مهال د پاکستان حکومت اؤ پوځ دواړه په دې خبره یوه خوله شوي چې د بي بي سي لخوا دهند د استخباراتي شبکې ريسرچ اينډ اينيليسس(را) له لوري ایم کیو ایم ته د پیسو اؤ تربیې ورکولو لګیدلو تورونو ته په هوا ورکولو خپل غلیم هیواد هند ملګرو ملتونو کې د رسوا کولو دلارې د دباؤ لاندې راولي اؤ پاکستان په دغه هکله علمي ډول باندې لاس پښې وهل هم پیل کړي دي.
څیړونکي وایي د کراچۍ دننه روانو عملیاتو کې د ایم کیو ایم لخوا په پوځ د کیدونکو نیوکو له امله دپاکستان پوځ هم نور په دې حق کې نه دی چې ایم کیو ایم ته دې مزید مهلت ورکړل شي خو هغوئ په ایم کیو ایم د لاس اچولو دپاره دیوې صحیح موقعې انتظار کوي.
څیړونکي په دې نظر دي چې که اقوام متحده کې د پاکستان لخوا د هند خلاف دغږ راپورته کیدو نه وروستو د ایم کیو ایم خلاف څه قسمه ممکنه ګامونه پورته کیدی شي نو په هغې کې ددغه ګوند کالعدم ګرځول کیدل اؤ په پاکستان کې دایم کیو ایم د موجودو ځینو مهمو مشرانو ګرفتارۍ زیات امکان لري ..
له دې وړاندې برطانوي خبري شبکې پخپل يو راپور کې دعوه کړې وه چې دمتحده قومي موومنټ سينئر مشرانو برطانوي چارواکو ته دريکارډ کړل شوؤ مرکو په مهال وئيلي وؤ چې دهغوي گوند دهند دحکومت څخه مالي مرستې ترلاسه کړي دي.
خو لندن کې دايم کيو ايم دمشر الطاف حسين په گډون دايم کيو ايم مشرانو اؤ هندي چارواکو دغه ادعاوې اؤ تورونه بې اساسه گرځولي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG