لاس رسیدونکی لینک

دروسي صدر لخوا اوباما سره ديوکرين په صورتحال ټيلي فوني خبرې


دسپينې ماڼۍ ترمخه دزيارت په شپه شوې دغه خبرې ددواړو مشرانو ترمينځ دفرورۍ څخه راپديخوا لمړۍ نيغ په نيغه ټيلي فوني رابطه وه.

دروس صدر ولادي مير پيوټن خپل امريکائي سيال براک اوباما سره ټيلي فوني خبرو کې دختيز يوکرين په تاؤتريخوالي، دمينځني ختيز په صورتحال اؤ نورو معاملو خبرې اترې کړي دي.

دسپينې ماڼۍ ترمخه دزيارت په شپه شوې دغه خبرې ددواړو مشرانو ترمينځ دفرورۍ څخه راپديخوا لمړۍ نيغ په نيغه ټيلي فوني رابطه وه.

دکريملن ترمخه صدر پيوټن خپل امريکائي سيال سره شام کې دتندروه ډلې داعش دپرمختگ اؤ ددې دمخنيوي لپاره په تگلاره خبرې اترې کړي دي.

دبيان ترمخه دواړو مشرانو اتفاق وکړو چې دروس دبهرنو چارو وزير سرگۍ لاروف اؤ دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري به مينځني ختيز کې دخوريدونکې بنياد پرستۍ څپې دمخنيوي په طريقه کار اتفاق اؤ مرستې لپاره خپل مينځني تماسونه سيوا کوي.

دسپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي بيان ترمخه روسي صدر سره خبرو کې صدر اوباما يوکرين کې روان بحران اؤ دې کې په شکمنه توگه دروسي مداخلت معامله راپورته کړه اؤ په صدر پيوټن يې ټينگار وکړو چې يوکرين څخه دې خپل ټول پوځيان اؤ وسله بيرته وغواړي.

بيان کې وئيل شوي دي چې صدر اوباما په روس زور راوړى چې ختيز يوکرين کې دې دجنگ بندۍ دهاغه تړون احترام اؤ دشرطونو سرلوړي دې يې پځايې کړي چې فريقينو پرې دبيلاروس پلازمينه مينسک کې اتفاق کړى ؤ.

دکريملن بيان کې وئيل شوي دي چې صدر پيوټن دمنسک په تړون عمل درامد لپاره دمرستيال خارجه وزير گريگوري کيراسين اؤ دهغه دامريکائي سيالې وکټوريه نولينډ ترمينځ په مذاکراتو اتفاق وکړو.

دسپينې ماڼۍ ترمخه دواړو مشرانو ايران سره دشپږو عالمي طاقتونو لخوا په روانو جوهري مذاکراتو هم خبرې وکړې اؤ اتفاق يې وکړو چې دايران په جوهري توان دبنديز لگولو لپاره ضروري ده چې مذاکراتو کې شريک ټول شپږ هيوادونه پخپلو صفونو کې اتحاد پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG