لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش کوباني کې ١٤٦ اولسي وگړي وژلي دي


 برطانيه کې دقائم سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس مشر رمي عبدالرحمان وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې جگړه دجمعې تر سحره روانه وه.
برطانيه کې دقائم سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس مشر رمي عبدالرحمان وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې جگړه دجمعې تر سحره روانه وه.

دجگړې دڅارونکې يوې ډلې ترمخه دتندروه ډلې داعش جنگيالو دکردانو په قبضه کې دشام په سرحدي ښار کوباني کې پيل کړل شوې کارروايۍکې ١٤٦ اولسي وگړي وژلي دي.

دغه جگړه دزيارت په ورځ هاغه مهال پيل شوې وه کله چې ددولت اسلاميه جنگيالو دترکي دپولې ترڅنگ ديوې لارې سره نزدې ځانمرگي بريد ترسره کړى کړى ؤ چې پکې پينځه کسان وژل شوي وؤ.

برطانيه کې دقائم سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس مشر رمي عبدالرحمان وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې جگړه دجمعې تر سحره روانه وه.

هغه وويل چې کوباني اؤ دکوباني خواؤشا کې يو سل شپږ څلويښت ( اولسي وگړي وژل شوي دي) اؤ زياته کړې يې ده چې ښار کې اوس هم داعش ډله موجوده ده.

دابزرويټري ترمخه درې کاله دمخه دپيل شوې شخړې څخه راپديخوا دا دداعش له لوري دشامي اولسي وگړو دقتل عام دوهمه لويه پيښه ده، له دې وړاندې داگست په مياشت کې داعش دشام په ختيزه برخه کې دالشيطات قبيلې ٧٠٠ کسان وژلي وؤ.

کردانو ته دامريکا په مشرۍ دفضائي ائتلاف ملاتړ ترلاسه دى اؤ هغوي تر څو اوونو دنښتو څخه وروستو دجنورۍ په مياشت کې په کوباني ښار قبضه کړې وه.

دکوباني ازادي دعراق اؤ شام په لويه برخه دقابضې تندروه ډلې داعش په ضد جگړه کې يو ستر برياليتوب گرځول کيدو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG