لاس رسیدونکی لینک

پاکستان په اېي ایس اېي باندې افغان تورونه ردوي


د گل په ورځ افغان پارليمان باندې د يو خودکش په گډون د اووه وسله والو په بريد کې د زنانوؤ او ماشومانو په گډون د ۳۰ پورې کسان ژوبل شوي وو .

د افغانستان استخباراتي ادارې (نيشنل ډائريکټريټ اف سيکيورټي) اېن ډي اېس په حقاني نيټ ورک او د پاکستان د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي په يو افسر باندې په افغان پارليمان د شوي بريد کې د ککړتيا تور لگولی دی . خو د افغانستان لخوا پرون لگول شوي دغه تورونه نن د پاکستان د باندينو چارو وزارت لخوا رد کړی شوی دي -

د گل په ورځ افغان پارليمان باندې د يو خودکش په گډون د اووه وسله والو په بريد کې د زنانوؤ او ماشومانو په گډون د ۳۰ پورې کسان ژوبل شوي وو .

د اېن ډي اېس وياند حسيب صديقي وئيلي ، د بريد په ابتدائي تفتيش کې معلومه شوې چې د حملې پلان د حقاني نيټ ورک کمانډر شيرين په پېښور کې تيار کړی ؤ .

صديقي وئيلي حقاني نيټ ورک ته په دغه بريد کې غټه مرسته د ائي اېس ائي د يو افسر "بلال" لخوا حاصله وه . او نوموړي زياته کړې ده چې حمله کوؤنکو ته په افغان پارليمان د بريد او پلاننگ دپاره ۷.۵ ملينه پاکستانۍ روپۍ ورکړی شوې وې .

د پژواک افغان خبري ادارې ترمخه ، صديقي وئيلي چې بلال زاخيل قبيلې سره تعلق لري او د افغانستان په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تيراه علاقه کې يې د تُندلارو سره نزدې اړيکې دي .

څيړونکي وايي د اېن ډي اېس لخوا په ائي اېس ائي د لگېدلي تور سره د پاکستان او افغانستان اړيکې د فشار لاندې راتلی شي . او دا هم په داسې حال کې ده ، چې دواړو هېوادونو يو بل سره د هغو اړيکو ښه کولو هڅې کولې ، کومې چې د افغان صدر اشرف غني په وينا د پخواني صدر حامدکرزۍ په دور کې د غېراعلاني جنگ په څېر وې .

په ورستيو کې پاکستان ـ افغانستان سره وعده کړې چې هر هغه تُندلاری به نه پريږدي څوک چې په افغانستان حمله کوي . د پاکستان پوځي او سياسي حکومتي مشرانو دا خبره هم کړې چې " د افغانستان دښمن به د پاکستان دښمن وي " . خو يو شمېر افغانان وايي يواځې په لفظونه کافي نه دي .

د افغانستان لخوا تل په پاکستان د حقاني نيټ ورک سره د اړيکو تور پورې شوی ، چې حقاني نيټ ورک ته په افغانستان کې په بدامنۍ جوړولو کې د پاکستان مرسته حاصله ده ، او د افغانستان د ځيني مشرانو لخوا داسې هم وئيل کيږي چې پاکستان د حقاني نيټ ورک په ضد عمليات نه کوي .

خو د پاکستان لخوا وئيل کيږي چې په خپله خاوره يې د ترهگرو په ضد بې طرفه عمليات پېل کړي دي ، او څوک به هم پټېدو ته نه پرېږدي .

څو ورځې وړاندې د افغانستان صدر اشرف غني په يوه وينا کې وئيلي ؤ ، طالبانو سره د سولې د خبرو نه وړاندې بايد پاکستان سره دغه خبرې وشي . نوموړي وئيلي ؤ پاکستان ورسره د تېرو څو لسيزو راهسې په نااعلانه جگړه بوخت دی .

بل لور ته پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د امن خبرو ته د حالاتو سازگار جوړولو هڅه کوي .

او د پاکستان د وزيراعظم د قامي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز روانه اوونۍ د قامي اسمبلۍ د خارجه امورو کمېټۍ ته وئيلي ، چې پاکستان تېره مياشت د افغانستان امنيتي استازو او د اسلام پلوه ډلې (طالبانو) د غړو ترمينځ د چين په "عرومکي" ښار کې پټ ملاقات کړی دی .

په ورستيو کې د افغان طالبانو لخوا د افغان استازو سره د ليدو کتو په اړه وئيل شوي چې تراوسه پورې څومره ليدل شوي ، هغه په رسمي ډول د افغان حکومت سره نه دي په شخصي ډولې يې خلکو سره ملاقاتونه شوي دي .

XS
SM
MD
LG