لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : رېنجرو د ۱۰ مشکوک وسله والود وژنې ادعا کړې


رېنجرز وايي په عملياتو کې يې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي .

د پاکستان غټ صنعتې ښار کراچۍ کې رېنجر ځواکونو ادعا کړې ، چې په دوه مقابلو کې يې ۱۰ مشکوک وسله وال وژلي دي .

د رېنجرو لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې رېنجرو په سُپرهايي وی او منگهوپير علاقو کې عمليات کړي او د عملياتو په مهال وسله والو سره مقابلې شوي دي .

د بيان ترمخه رېنجرو په سُپرهايي وی باندې د کاټهور علاقې سره نزدې د مشکوکو وسله والو د موجودگۍ په خبر چهاپه ووهله ، او په دغه مهال پرې وسله والو ډزې پېل کړې .

د رېنجرو وياند وئيلي د رېنجرو لخوا په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال په ځايې ووژل شو ، او څلور نور چې د تښتېدو هڅه يې کوله په دغه مهال په نخه کړی شوي دي .

رېنجرز وايي په عملياتو کې يې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي .

د نيم پوځي دستې لخوا وئيل شوي بله مقابله د ښار په منگهوپير علاقه کې شوې او څلور مشکوک وسله وال پکې وژل شوي دي . او د وژل شوؤ وسله والو د قبضې نه چاؤدېدونکي باردوي مواد ، خودکش جېکټ او وسله ترلاسه کړی شوې ده .

XS
SM
MD
LG