لاس رسیدونکی لینک

سندهـ کې دگرمۍ له امله د مړو شميره د ۴۰۰ نه اوړېدلې ده


په مړه شوؤ کسانو کې زياته شمېره په کراچۍ کې د مړه شوؤ خلکو ده .

د پاکستان په سندهـ صوبه کې دسختې گرمۍ دڅپې له امله د مړو شمېره د ۴۰۰ نه اوړېدلې ده .

د سنده صوبې د محکمه صحت سيکرټري ډاکټر سعيد ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې په تېرو درېو ورځو کې په ټوله صوبه کې د سختۍ گرمې له کبله د ۴۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي ، چې زياته شمېره پکې په کراچۍ کې د مړه شوؤ خلکو ده .

"په درېو ورځو کې په ټوله صوبه کې د څلورو سوؤ پورې کسان مړه شوي کومه چې رپورټ شوې شمېره ده ، او دغه سلسله لا اوس هم دوام لري" .

نوموړي ووئيل په مړه شوؤ کسانو کې تر ټولو زيات د کراچۍ جناح روغتون ته راوړل شوي چې شمېره يې د ۱۸۰ نه اوړېدلې ده .

د کراچۍ د ضلعې حکومت د صحت د څانگې مشره سلمي کوثر وايي په ښار کې د ضلعې حکومت لاندې راتلونکو روغتونونو ته ۸۱ مړي راوړل شوي دي .

د ډاکټر سعيد په وينا روغتونونو ته علاج له د راوړل شوؤ گرمۍ ځپلو خلکو شمېره د حساب نه بهر ده ، خو د صوبې په ټولو روغتونونو کې اېمرجنسي اعلان شوې ، او د خلکو علاجونه روان دي .

بل لور ته په ښار کې په سرد خانو کې د مړو اېښودو ځايې کم شوی او د ښار تر ټولو غټې سردخانې د خېرښېگړې خيراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن لخوا وئيل شوي چې يواځې دويې سره د درې سوه مړو اېښودو گنجائش موجود دی خو دغلته د نورو مړواېښودو ځايې ختم شوی دی.

د دې ترڅنگ په مختلفو روغتونو او شخصي سردخانو کې هم د مړو اېښودو د ځايې کمېدو رپوټونه مخې ته راغلي دي .

د کراچۍ په سرکاري روغتونونو کې دخلکو د درملنۍ سره د رېنجر ځواکونو لخوا هم په ښار کې د رېنجرو په د ۱۰مرکزونو کې د خلکو د گرمۍ نه د بچ کولو او طبي اسانيتاؤ ورکولو دپاره ريليف سنټرې جوړې کړی شوي دي .

په کراچۍ کې د روژې د مياشتې پېل کېدو سره سم چې موسم تود شوی او په ښار کې د بجلۍ لوډشيډنگ هم زيات شوی ، د ښار په زياتره برخو کې پرله پسې په څلورمه ورځ هم خلکو د بجلۍ د لوډشيډنگ پرضد احتجاجي مظاهرې کړي دي .

د کراچۍ د بجلۍ د محکمې کی اليکټرک لخوا وئيل شوي په ښار کې د لوډشيډنگ ختمولو هڅې کوي .

د صحت د محکمې چارواکو په خلکو غږ کړی چې د سختې گرمۍ په وجه دې بې د ضرورته د گرځېدو نه ډډه وکړي .

او د موسمياتو د محکمې چارواکو په راتلونکي شواروځ کې د سنده صوبې په جنوبي سيمو او کراچې ښار کې په موسم کې د بدلون او په مختلفو علاقو کې د باران کېدو سره د يخو هواگانو چلېدو امکان څرگند کړی دی .

XS
SM
MD
LG