لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په پارليمنټ شوی بريد د حمله کوؤنکو په وژنه سرته رسېدلی


طالبانو په يو بيان کې وئيلي چې د پارليمان د ودانۍ نه بهر يې ځانمرگي بريد کړی دی .
طالبانو په يو بيان کې وئيلي چې د پارليمان د ودانۍ نه بهر يې ځانمرگي بريد کړی دی .

د افغانستان پلازمينه کابل کې د پارليمنټ د ودانۍ مخې ته نن د گل په ورځ په داسې مهال طالبانو ځانمرگی بريد او ډزې کړي ، چې پارليمان کې غونډه روانه وه .

په پارليمان شوی بريد نزدې يو نيم ساعت وروستو د بريد کوؤنکو په وژل کېدو سرته رسېدلی دی .

د کابل د پوليس مشرجنرال عبدالرحمان رحيمي وئيلي چې اووه بريدکوؤنکو په پارليمان حمله کړې وه ، د بريد په سر کې يو ځانمرگي د بارودو ډک گاډي ته د پارليمان مخې ته چاؤدنه ورکړې ، او پاتې نور د پارليمان سره نزدې وداني ته ورننوتي ، او د پارليمان په ودانۍ يې ډزې پېل کړې وې .

د پوليس مشر رحيمي په وينا بريد کوؤنکي نزدې يونيم ساعت وروستو د حملې پوليس سره په مقابله کې وژل شوي دي .

د افغانستان د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وئيلي په بريد کې د پارليمان ټول غړي محفوظ پاتې شوي دي او چاته زيان نه دی اوختی .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وئيلي چې تراوسه د بريد له ځايه ۲۱ تنه ژوبل چې پينځه پکې زنانه او دوه ماشومان شامل دي په کابل کې درېو روغتونونو ته وړل شوي دي .

طالبانو د دغه بريد پړه په سر اخيستې ده .

د افغانستان په پارليمان دغه بريد په داسې حال کې شوی چې نن د افغانستان نوی نومول شوی د دفاع وزير محمد معصوم ستانکزی د ولسي جرگې غړو ته ورپېژندل کېدو .

د پارليمان يوې غړې صديقه مباريز وئيلي د چاؤدنې د زوره د پارليمان ودانۍ څنډولی او ځينې کسان د دوانۍ د شيشو ماتېدو نه ژوبل شوي دي . نوموړې وئيلي چاؤدنه د دفاع وزير معصوم ستانکزۍ پارليمان ته د رارسېدو نه لږه شيبه وروستو وشوه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG