لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د سختې گرمۍ له سببه ۱۲۳ کسان مړه شوي


روغتونونو ته زياتره داسې کسان راوړل شوي ، چې د گرمۍ له کبله يې په وجودونو کې اوبه کمې شوي ، او د گرمۍ نه پرې د زړه دورې راغلي ، او ژوند يې د لاسه ورکړی دی .
روغتونونو ته زياتره داسې کسان راوړل شوي ، چې د گرمۍ له کبله يې په وجودونو کې اوبه کمې شوي ، او د گرمۍ نه پرې د زړه دورې راغلي ، او ژوند يې د لاسه ورکړی دی .

د پاکستان لويې صنعتي ښار کراچۍ کې د سختۍ گرمۍ له سببه د ۱۲۳ کسان مړه شوي ، او د سلگونو په شمېره کې مختلفو روغتونونو ته ناروغان راوړل شوي درملنه يې روانه ده .

د سندهـ صوبې د محکمه صحت سيکرټري ډاکټر سعيد وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل په تېرو ۲۴ ساعتو کې يواځې په درې غټو روغتونونو کې ۸۶ کسان مړه شوي دي .

"په جناح روغتون کې ۷۵، په سول روغتون کې دوه او په لياري جنرل هسپتال کې نهه کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی" .

خو د ښار تر ټولو غټ جناح روغتون د حادثاتي څانگې مشرې ډاکټرې سيمې جمالي وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د ۸۵ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .

د نوموړې په وينا دغه کسان چې د گرمۍ له وجې مړه شوي زنانه هم پکې شاملي دي ، هغې ووئيل په روغتون کې يو شمېر کسان داخل کړی شوي چې کره شمېره يې لا نه ده معلومه کړی شوې .

په ښار کې د عباسي شهيد روغتون د چارواکو په وينا دغلته هم ۲۷ مړي راوړل شوي دي .

د ډاکټر سعيد په وينا روغتونونو ته زياتره داسې کسان راوړل شوي ، چې د گرمۍ له کبله يې په وجودونو کې اوبه کمې شوي ، او د گرمۍ نه پرې د زړه دورې راغلي ، او ژوند يې د لاسه ورکړی دی .

په کراچۍ ښار کې د تېرو درېو ورځو راهسې گرمي ډېره زياته شوې ، او د موسمياتو د محکمې د چارواکو په وينا په ښار کې د گرمۍ زور تر ۴۵درجه سنټي گرېډ پورې رسېدلی دی .

چارواکي وايي په ښار کې ۳۶ کاله وروستو گرمي دومره زياته شوې ده . له دې وړاندې په ۱۹۷۹ کې تېزه گرمي ۴۷ درجه سنټي گرېډ ريکارډ کړی شوې وه .

د خېرښېگړې خيراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن د شمېرې ترمخه په تېر شواروځ کې د ښار د مختلفو علاقو نه ايدهي سرد خانې ته ۱۵۰ مړي راوړل شوي ، او د مړو راوړو سلسله دوام لري .

بل لور ته د تېرو درېو ورځو راهسې د ښار په بيلا بيلو علاقو کې د بجلۍ او اوبو د نشتوالي په ضد خلکو احتجاجي مظاهرې پېل کړي ، او د ماښام نه پس خلک سړکونو ته راووځي ، او احتجاج کوي . د ښاريانو وينا ده چې د بجلي د نشتوالي په وجه خلک د اوبو د نشتوالي سره مخ دي .

خو د ښار د بجلۍ د محکمې (کی اليکټرک) چارواکي وايي د تېزې گرمۍ له کبله د بجلۍ استعمال زيات شوی او ځينې فني ستونزې رامنځته شوي دي ، او دويې هڅه کوي چې په ښار کې د بجلۍ مسله زر تر زره هواره کړی شي .

د محکمه صحت سيکرټري وايي د زياتې گرمۍ په وجه يې د کراچۍ په گډون يې د ټولې صوبې په روغتونونو کې ډاکټران چمتو کړي دي .

بل لور ته د موسمياتو د محکمې چارواکي وايي په کراچۍ او د صوبې په نورو برخو کې به د گل په ورځ هم د گرمۍ زور زيات وي ، او د راتلونکو درېو ورځو پورې په موسم کې د بدلون امکان دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG