د پاکستان او سري لنکا کرکټ ټيمونو ترمينځ په ټسټ (پينځه ورځني) مېچ کې پاکستان ـ سري لنکا ته په ۱۰ وکټو ماتې ورکړه او په سيريز کې يې په ۱-۰ برتري حاصله کړه .
د پاکستان لخوا ليگ سپېنر ياسرشاه د سري لنکا په ضد دويم اننگز کې اووه وکټې واخيستې او د پاکستان په گټه کې يې مهم رول ولوبوؤ .
دغه مېچ چې د باران له وجې په لمړۍ ورځ نه ؤ پېل شوی ، په دويمه ورځ د پاکستان کپتان مصباح الحق ټاس گټلی او سري لنکا ته يې لمړی بيټنگ ورکړی ؤ .
د سري لنکا په لمړي اننگز کې په ټول ټيم ۳۰۰ رنزونه جوړ کړي ، چې پکې د جې کی سيلوا ۱۲۵ رنزونه هم شامل وو .
د سري لنکا په لمړي اننگز کې پاکستاني بالرانو کې وهاب رياض او زوالفقار بابر درې ، درې او ياسر شاه او محمدحفيظ دوه ، دوه وکټې اخيتسې وې .
د سري لنکا د ۳۰۰ رنزونو نه پس پاکستان په خپل لمړي اننگز کې ۴۱۷ رنزونه جوړ کړل ، د پاکستان لخوا اسدشفيق ۱۳۱ او سرفراز احمد ۹۶ رنزونه جوړ کړي وو .
د سري لنکا پرېرا څلور، پرساد درې او اېن پرديف دوه پاکستاني لوبغاړي اؤټ کړي وو .
نن د مېچ په اخرني او پينځمه ورځ چې د سري لنکا ټيم په دوه لوبغاړو سوځېدو او ۶۳ رنزونو سره خپل نيمگړی اننگز شورو کړو ، نو د ياسر شاه پرله پسې وکټو اخيستو سره د سري لنکا پوره ټيم به ۲۰۶ رنزونو اؤټ شو .
په دويم اننگز کې ياسره شاه اووه ، وهاب رياض دوه او زوالفقار بابر يو وکټ واخيستو .
پاکستان ته چې به دويم اننگزکې ټول د ۹۰ رنزونو هدف ميلاؤ شوی ؤ محمدحفيظ او اسدشفيق په اسانۍ سره ترسره کړو ، او مېچ يې په ۱۰ وکتو وگټو .
د پاکستان او سري لنکا کرکټ ټيمونو ترمينځ د درېو ټيسټ مېچونو په سيريز کې پاکستان لمړی مېچ وگټو ، او په ۱-۰ ورته برتري حاصله شوه .