لاس رسیدونکی لینک

بدخشان: يمگان ولسوالۍ بيرته حکومتي ځواکونو نيولې ده


بل لور ته چې وسله والو د قندوز صوبې د چاردرې ضلع نيولې ، چارواکي وايي هلته هم د ضلعې بيا نيولو دپاره عمليات روان دي .

د افغانستان د بدخشان ولايت (صوبې) يمگان ولسوالۍ (ضلع) چې نزدې دوه اوونۍ وړاندې د افغان حکومت مخالفه وسله والو نيولې وه ، نن د کورنو چارو وزارت وئيلي حکومتي ځواکونه دغه ضلع بيرته په خپله ولقه کې اخيستې ده .

بل لور ته چې وسله والو د قندوز صوبې د چاردرې ضلع نيولې ، چارواکي وايي هلته هم د ضلعې بيا نيولو دپاره عمليات روان دي .

د افغانستان د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وايس اف امريکا ته وئيلي چې امنيتې ځواکونو نن سحر د يمگان ولسوالۍ بيرته د وسله والو څخه نيولې ده .

د صديقي په وينا د يمگان ضلعې د نيولو دپاره عملياتو کې د مخالفه وسله والو شپږ مشران چې يو پکې تاجک او نور پينځه افغانان دي وژل شوي دي .

د کورنو چارو د وزارت د وياند ترمخه د افغان امنيتي ځواکونو مخه اوس بدخشان صوبې پله اړول شوې ده چرته چې وسله وال شتون لري .

د حکومت مخالفه وسله والو تراوسه د يمگان ضلعې د ولقې څخه تلو په اړه څه نه دي وئيلي ، خود طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې د قندوز صوبې د چاردرې ضلعې د نيولو او د افغان عسکرو او پوليسو د نيولو ادعا کړې ده .

د طالبانو وياند وئيلي چې د قندوز د چاردرې ضلعې د نيولو په وخت د ۲۵ عسکرو او پوليسو د نيولو سره ۲۴ عسکر او پوليس وژل شوي هم دي .

خود قندوز د پوليس مشر جنرال عبدالصبور نصرتي د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده .

نوموړي د چاردرې په جگړه کې د درېو پوليسو د وژنې او شپږو ژوبلېدو پخلی کړی او وئيلي يې دي په جگړه کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي .

XS
SM
MD
LG