لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: ماين چاؤدنه کې د يوې کورنۍ ۱۴ کسان وژل شوي


د هلمند د پوليس مشر نبي جان ملاخيل پېښه کې د ۱۶ کسانو د وژنې او د درېو نورو ژوبلېدو وئيلي دي .
د هلمند د پوليس مشر نبي جان ملاخيل پېښه کې د ۱۶ کسانو د وژنې او د درېو نورو ژوبلېدو وئيلي دي .

د افغانستان جنوبي ولايت (صوبې) هلمند کې د يو ماين په چاؤدنه کې ۱۴ ملکي وگړي وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي ، راپورونه وايي په وژل شوؤ کسانو کې چې زنانه او ماشومان شامل دي ، ټول د يوې کورنۍ خلک دي .

د هلمند د چارواکو په وينا دغه پېښه د مارجې په اولسوالۍ (ضلع) کې د خالي په ماښام رامنځته شوې ده . او د سړک غاړې ته ښخ ماين د ملکي وگړو په گاډي چاؤدلی دی .

د هلمند د والي مرستيال محمدجان رسوليار د پېښې په اړه رسنيو سره خبرو کې پخلی کړی چې د چاؤدنې په نتيجه کې ۱۴ کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي او ټول د يوې کورنۍ سره تعلق لري .

راپورونه وايي دغه پېښه د روژه ماتي نه لږه شيبه وړاندې په داسې مهال رامنځته شوې چې په گاډي کې سواره د يوې کورنۍ خلک د لشکرگاه ضلعې نه مارجې پله روان ؤ .

د هلمند د پوليس مشر نبي جان ملاخيل پېښه کې د ۱۶ کسانو د وژنې او د درېو نورو ژوبلېدو وئيلي دي .

د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG