لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ما بخښلې یې خدائ دې اوبخښه- د کیرولینا په عدالت کې د وژل شوو دخپلوانو بیان


د امريکه صدر براک اوبامه باندې د تاریخي چرچ وژل شوو خپلوانو لخوا د قاتل د بخښلو اعلان ژور اثر کړی دی- هغه د جمعې په ورځ ویلي دي بخښل د عقیدی یوغیر معمولي اظهار دی خو دا د امريکاېي وگړو ښه والی ښاېي –

د جمعې په ورځ د جنوبي کیرولینا ریاست په چرچ کې د وژل شوو نهه کسانو خپلوانود قاتل په حقله د بیانونو ورکولو عمل د جذباتو نه ډک ؤ-

په عدالت کې د وژل شوې داویا کلنې ايهل لینسیز لور د بیان په وخت وژونکي ډيلن روف ته وییل ( زه به اوس کله هم د هغې سره خبرې اونه کړې شم- اوس نه ده ممکن چې غیږه ترې چاپیره کړم)- د دغه خبرو په وخت د هغې په غږ کې ژور غم معلومید لو- هغې روف ته اوییل - خداېی دې اوبخښه ما بخښلې یې-

دوفاقي پلټنيزې ادارې( ايف بي ائي) ترمخه پيښه کې 21 کلن سپين پوستکى ځوان ډيلن اسټارم روف ککړ دی، څوک چې دجنوبي کيرولا ینا دليگزنکټن سيمې اوسيدونکى دى.

دپوليسو ترمخه دغه ځوان دزيارت په سحر دشمالي کيرولا ئنا دشيلبي سيمې څخه نيول شوى..

دچارلسټن دپوليسو مشر گريگوري مولن وينا ده چې چرچ کې دشورو په شپه داووۀ نيز عبادت دستوره روانه وه چې يو سپين پوستکي دچرچ په مرکزي هال کې ډزې پيل کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG