لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ کې دنیم پوځي دستو په لانجمنه عملیاتو کې پينځه وژل شوی


د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې نيم پوځي دستو رینجرز ویلي دی په جرمونو کې ککړ پينځه کسان یې وژلي دي - خو ځيني سیاسي گوندونه واېي رینجرز د خپل اختیار ناجائزه استعمال کوي او سیاسي کارکونکي نيسي- رینجرز په یو اخباري بیان کې ویلي دي د ښار په لیارۍ علاقه کې یې په جرمونو کې ککړو خلقو په ضد عملیات روان کړي دي- رپورټونه واېي په دغه سيمه کې داسې یو شمیر ډلې دي چې د ښار د شتمنو خلقو نه په زور دولت غونډوي او د انکار په سر یې وژني او ناقلاري جوړوي-

د نيم پوځي دستو یو ویاند په ورستیو کې یو خبري غونډې ته ویلي وو دغه راغونډ شوی دولت د تر هگرۍ په پیښو کې هم استعمالیږي

کراچۍ ښار د تیرو څو کالو راهسې د بدو پېښو سره مخ دی او د بشري حقونو د کمیشن یو ورستي رپورټ کې وییل شوي دي دغه ښار کې هر کال نزدې 1800 کسان په بدو پېښو کې و ژل کیږي-

XS
SM
MD
LG