لاس رسیدونکی لینک

کال ۲۰۱۴م کې په نړۍ کې ترهگر بريدونه ۳۵فيصده سېوا شوي


دغه شمېره د امريکې د محکمه خارجه لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي کاليز رپورټ کې وړاندې کړی شوې ده .

د امريکې خارجه محکمې وئيلي چې په کال ۲۰۱۴م کې په نړيواله کچه ترهگر بريدونه ۳۵فيصده او په وژنو کې ۸۱فيصده اضافه شوې ده ، چې سبب يې په عراق، افغانستان او نائيجيريا کې په ترهگرۍ کې تېز والی راتلل دي .

دغه شمېره د امريکې د محکمه خارجه لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي کاليز رپورټ کې وړاندې کړی شوې ده .

رپورټ کې وئيل شوي چې په کال ۲۰۱۴م کې په گرده نړۍ کې په مجموعي ډول ۱۳۴۶۳ترهگر بريدونه شوي ، او په نتيجه کې يې ۳۲۷۰۰ کسان وژل شوي او ۳۴۷۰۰ ژوبل شوي دي .

رپورټ کې وئيل شوي چې د ۶۰فيصده نه زياتې حملې په عراق، شام، نائيجيريا، پاکستان او افغانستان کې شوي دي .

رپورټ کې دې خبرې ته توجه راگرځول شوې ده چې په کال ۲۰۱۴م کې ترهگرو ۹۴۰۰ کسان اغوا کړي ، او دغه شمېره د کال ۲۰۱۳م په مقابله کې يوپه درې سېوا شوې ده .

رپورټ کې وئيل شوي چې ترهگر بريدونو او د تښتؤنو پېښې تر ټولو زياتې په عراق کې رامنځته شوي دي ، چې لامل يې د داعش حرکتونه زياتېدل دي ، او د دې وجه د داعش لخوا په عراق او شام کې په غټه پېمانه علاقې د خپل اثر لاندې راوستل شامل دي .

نائيجيريا کې په کال ۲۰۱۴م کې په ترهگرو عملياتو کې نزدې ۱۳۰۰ کسان تښتؤل شوي يا يرغمال کړی شوي دي ، او په کال ۲۰۱۳م کې دغه ډول پېښې د ۱۰۰ نه کمې شوې وې . او په دغو پېښو کې په زياتو کې بوکوحرام ډله ککړه ده ، چې پکې د چبوک د يو سکول نه د يوشمېر جينکو تښتؤل شامل وو .

رپورټ کې وئيل شوي چې په افغانستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د طالبانو لخوا په ترسره شوؤ حملو کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي چې پکې حمله کوؤنکي هم شامل وو ، او په دغو پېښو کې ۳۳۰۰ کسان ژوبل شوي دي .

په کال ۲۰۱۴م کې د ترهگرۍ په نتيجه کې په غټه کچه د وژنو زمه واره ډله دولت اسلامي يا داعش گرځول کيږي ، او په دغې ډلې پسې د طالبانو، صوماليه کې د تُندروله ډلې الشباب او نائيجيريا کې د بوکرام ډلې دي .

XS
SM
MD
LG