لاس رسیدونکی لینک

سياسي چيلنجونه په ايکشن پلان عمل درامد کې خنډان راولاړوي،جنرل باجوه


دروس ددورې په مهال يوې مقامي جريدې سپتنک سره خبرو کې پوځي وياند وويل که هر څو دقومي ايکشن پلان په ځينو برخو عمل درامد پيل شوى خو دسياسي چيلنجونو له امله به ددغه تگلارې په ځينو برخو عمل درامد کې وخت لگي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې دسياسي چيلنجونو له امله دترهه گرۍ دمخنيوي په جوړه کړل شوې تگلاره عمل درامد کې ځنډ رامينځته کيږي.

دروس ددورې په مهال يوې مقامي جريدې سپتنک سره خبرو کې پوځي وياند وويل که هر څو دقومي ايکشن پلان په ځينو برخو عمل درامد پيل شوى خو دسياسي چيلنجونو له امله به ددغه تگلارې په ځينو برخو عمل درامد کې وخت لگي.

دپاکستاني پوځ وياند دعوه وکړه چې دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي تگلارې لاندې دخفيه معلوماتو په اساس دکيدونکو عملياتو له امله دترهه گريزو ډلو مالي مرستې اودريدلي دي.

دترهه گرۍ مخنيوي لپاره دپاکستان سياسي اؤ عسکري مشرانو تيرکال ددسمبر په مياشت کې دقومي ايکشن پلان په نوم يوه تگلاره جوړه کړې وه دکوم مقصد چې ټول هيواد کې دتندلارو اؤ دهغوي دخواخوږو په ضد موثره کارروايۍ ترسره کول اؤ دمالي وسيلو مخنيوى يې کول دي.

دسپتنک جريدې ترمخه ميجر جنرل عاصم باجوه وويل چې پاکستان دتندلاريتوب مخنيوي لپاره کار کوي اؤ دې لړ کې په ځانگړې توگه په ځوانانو نظر ساتلى شي ځکه چې دترهه گرو توجو ددغو ځوانانو پخپلو صفونو کې دشاملولو لوري ته وي.

هغه وويل دبنيادپرستۍ څخه نجات ترلاسه کولو لاپره ځينې ازميښتي منصوبې پيل کړل شوي کومې چې به اوس په ملي کچه غزولى شي.

پوځي وياند په ځانگړې توگه مئ کې دکراچۍ په صفوه گوټهـ سيمه کې داسماعيليانو په بس ترسره شوي بريد کې دځوانانو دککړتيا يادونه وکړه اؤ وې ويل په دغه بريد کې تعليم يافته ځوانان ککړ وؤ.

خو دهغه په قول ددې مطلب دا هم نۀ دى چې پاکستان کې دځوانانو اکثريت تندلاريتوب کې ککړ دي.

پوځي وياند په ايکشن پلان عمل درامد کې دسياسي چيلنجونو دخنډ جوړيدو په اړه دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ دپاکستان دسندهـ صوبې وزيراعلي قائم علي شاه ديو خط له لارې درينجرز ځواکونو چارواکو ته مشوره ورکړې وه چې هغوي دې پخپل حد کې اووسي اؤ دخپلو اختياراتو څخه دې وراوړي نۀ.

دغه خط کې وزيراعلي قائم علي شاه درينجرز چارواکو ته په ياده کړې وه چې رينجرز ته دترهه گرۍ دمخنيوي دپلان لاندې دترهه گرۍ اؤ سختو جرمونو دمخنيوي لپاره اختيارات ورکړل شوي اؤ هغه درينجرز بلډنگ کنټرول اتهارټۍ اؤپه لا ئنز ايريا ډيويلپمنټ پروجيکټ دچاپو لړ کې دتحفظاتو څرگندونه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې رينجرز ځواکونه په دغو کارروائيو ترسره کولو سره دخپلو اختياراتو څخه وراوښتي.

له دې وړاندې په سندهـ کې دواکمن گوند پاکستان پيپلز پارټۍ مشر اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري يوه دستوره کې پوځ ته په اشارې کولو سره وئيلي وؤ که چرې دهغوي دديوال سره دلگولو اؤ کردارکشۍ هڅې يې ونۀ درولې نو دپاکستان دجوړيدو څخه تر دې مهاله به دجنرالانو لړ کې هاغه څه ووائي چې هغوي به يې په سپيناوي ورکولو سر شي.

دپاکستان پوځ تيرکال په ١٥م جون دامريکا دغوښتنو اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو دمذاکراتو دناکاميدو څخه وروستو په داسې حال کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې ددغو عملياتو دپيل کيدو څخه يواځې يوه اوونۍ دمخه طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه، دغه حمله کې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG