لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد: دمشرف دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري


عدالت دپخواني سرلښکر دنيولو اؤ په ٢٤مه جولا ئي عدالت ته دوړاندې کولو امر کړى دى.

داسلام اباد يو مقامي عدالت دلال جومات دپخواني مُلا غازي عبدالرشيد قتل کيس دپخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف حاضريدو څخه داستثنا خواست رد کړى اؤ دهغه دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړى دى.

عدالت دپخواني پوځي سرلښکر دنيولو اؤ په ٢٤مه جولا ئي عدالت ته دوړاندې کولو امر کړى دى.

دجمعې په ورځ داسلام اباد ډسټرکټ اينډ سيشن جج کامران بشارت مفتي دپخواني پوځي صدر په ضد دعبدالرشيد غازي دکيس اوريدنه وکړه اؤ دپرويز مشرف ضمانتيانو ته يې دهغه دحاضرۍ دباوري کولو امر وکړو.

عدالت خبردارى ورکړو چې که چرې پرويز مشرف پيش نۀ شو نو دهغه ضمانتي مچلکې به ضبط کولى شي، ددغه کيس نوره اوريدنه به په ٢٤مه جولا ئي کيږي.

سږکال دمارچ په مياشت کې هم داسلام اباد ايډيشنل سيشن جج واجدعلي خان هم دعبدالرشيد غازي دقتل کيس کې دپخواني پوځي صدر پرويز مشرف دنيولو وارنټ جاري کړى ؤ.

کال ٢٠٠٧م کې داسلام اباد په لال جومات کې شوي پوځي اپريشن کې دجومات مرستيال خطيب مولانا غازي عبدالرشيد وژل شوى ؤ اؤ په دغه مهال پرويز مشرف دپاکستان پوځي صدر ؤ.

داسلام اباد هائيکورټ جولا ئي ٢٠١٣م کې داسلام اباد پوليسو ته امر کړى ؤ چې که ٢٠٠٧م کې دترسره شوي پوځي اپريشن په اړه دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد کوم جرم ثابتيږي نو دهغه خلاف دې مقدمه درج کړى شي.

لال جومات اؤ پيوست جامعه حفصه کې دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ، دهاغه وخت حکومت دريځ لرلو چې جومات کې تندلارو پناه اخستې وه اؤ دقانون عملداري يې نۀ منله.

XS
SM
MD
LG