لاس رسیدونکی لینک

پاکستان روژه کې په تيزنديانو عمل درامد اودرولى


دسرکاري بيان ترمخه دسينيټ چئيرمين رضا رباني هم وزيراعظم ته وئيلي وؤ چې روژه کې دې دمرگ په سزا عمل درامد اودروي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دروژې مياشت کې مجرمانو ته په ورکړل کيدونکو تيزنديانو په عارضي توگه دعمل درامد اودرولو امر کړى دى.

يو بيان کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې په تيزنديانو عمل درامد دروژې دمياشتې په درناوي کي اودرول کيږي اؤ داخله وزارت دې لړ کې صوبائي حکومتونو ته لارښوونې جاري کړي.

دسرکاري بيان ترمخه دسينيټ چئيرمين رضا رباني هم وزيراعظم ته وئيلي وؤ چې روژه کې دې دمرگ په سزا عمل درامد اودروي.

پاکستان کې تيرکال ددسمبر دمياشتې څخه راپديخوا تر دې مهاله خواؤشا ١٧٠ بنديان تيزندي کړى شوي دي.

تيرکال په ١٦م دسمبر دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالب جنگيالو خونړي بريد کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دمرگ دسزا څخه دبنديز پورته کولو اعلان کړى ؤ.

پاکستان کې د٢٠٠٨م څخه دسمبر ٢٠١٤م پورې دمرگ په سزا غيراعلانيه بنديز پځايې ؤ.

دبنديز دپورته کولو څخه وروستو دپاکستان حکومت وئيلي وؤ يواځې به دترهه گرۍ جرمونو کې ککړ مجرمان تيزندي کولى شي خو وروستو په هر جرم کې دمرگ دسزا موندونکو مجرمانو په سزا عمل درامد پيل کړى شو اؤ تر دې مهاله چې کوم کسان تيزندي کړل شوي په هغي کې ترهه گرۍ کې دککړو کسانو پځايې دقتل اؤ نورو جرمونو کې دسزا شوؤ بنديانو شمير زيات دى.

پاکستان کې چې دتيرو شپږو مياشتو په مهال په کومې چټکتيا سره مجرمان تيزندي کړى شول په دې ملگرو ملتونو، اروپائي اتحاديې اؤ دبشري حقونو تنظيمو سختې نيوکې کړي اؤ حکومت څخه دمرگ په سزا دبنديز پځايې کولو غوښتنې کوي.

خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه يې دمخنيوي لپاره غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

پاکستاني چارواکي وائي دمرگ په سزا عمل درامد پيل کولو سره دکوم بين المللي قانون څخه سرغړونه نۀ کيږي.

XS
SM
MD
LG