لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدراوباما لخوا د نړۍ مسلمانانو ته دروژې مبارکي


خپل پيغام کې صدر اوباما وئيلي دي چې هغه به دې مياشت کې هم امريکائي مسلمانانو ته سپينه ماڼۍ کې دروژه ماتي بلنه ورکوي اؤ په ټول هيواد کې به دهغوي خدماتو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کوي.
خپل پيغام کې صدر اوباما وئيلي دي چې هغه به دې مياشت کې هم امريکائي مسلمانانو ته سپينه ماڼۍ کې دروژه ماتي بلنه ورکوي اؤ په ټول هيواد کې به دهغوي خدماتو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کوي.

دامريکا صدر براک اوباماامريکا دنړۍ مسلمانانو ته دروژې دمياشتې په رارسيدو مبارکي ورکړې اؤ وئيلي يې دي چې دا دصبر، شکر ادا کولو اؤ عبادت مياشت ده اؤ دټولې نړۍ مسلمانان دشخړو، ولږې، غربت اؤ ناروغۍ سره دمخ خلکو دمرستې لپاره راوړاندې کيږي.

خپل پيغام کې صدر اوباما وئيلي دي چې هغه به دې مياشت کې هم امريکائي مسلمانانو ته سپينه ماڼۍ کې دروژه ماتي بلنه ورکوي اؤ په ټول هيواد کې به دهغوي خدماتو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کوي.

صدر اوباما وئيلي چې مشيل اؤ هغه په امريکا اؤ ټوله نړۍ کې روژه نيونکو ته مبارکي وائي.

دصدر اوباما وينا ده روژه داسې وخت وي چې پکې کورنۍ اؤ ټولنې په ګډه دروژه ماتي اؤ دعاګانو لپاره راټوليږي.

امريکائي صدر خپل پيغام کې وئيلي دي چې امريکائي مسلمانان په دغه مهال دخپلو وطنوالو سره په ګډه دځان څخه دکم حيثيت دخلکو مرسته کوي چې ورسره هغوي ته دا يادونه کيږي چې په ګډه سره يوه امريکائي کورنۍ ده.

يو بيل پيغام کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري مسلمانانو ته دروژې دمياشتې په رارسيدو مبارکي ورکړې اؤ وئيلي يې دي چې امريکا به دمسلمانانو داکثريتي هيوادونو حکومتونو اؤ اولس سره پرله پسې تماس کې وي.

هغه د برما، عراق، ليبيا، نائجيريا، صوماليه، شام اؤ يمن ځانګړې يادونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دا وخت دجګړه ځپلو خلکو دمرستې اؤ دخپلې ذمه وارۍ داحساس کولو دى.

جان کيري وئيلي دي ټوله نړۍ کې به دامريکا سفارت خانې هم دروژې لړ کې ددستورو تابيا کوي.

دامريکا ، عرب اؤ خليجي هيوادونو په ګډون دنړۍ زياترو هيوادونو کې دزيارت په ورځ لمړۍ روژه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG