لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دطالبانو بريدونو کې ١١ عسکر وژل شوي


 چارواکو دزيارت په ورځ وئيلي دي چې څلور عسکر اؤ ٧ پوليس هاغه مهال ووژل شول کله چې تندلارو موسي قلعه ونيوله.
چارواکو دزيارت په ورځ وئيلي دي چې څلور عسکر اؤ ٧ پوليس هاغه مهال ووژل شول کله چې تندلارو موسي قلعه ونيوله.

افغان چارواکي وائي چې دافغانستان په هلمند ولايت کې طالب جنگيالو په حکومتي ودانو حملې کړي چې پکې لږ ترلږه ١١ عسکر وژل شوي دي.

چارواکو دزيارت په ورځ وئيلي دي چې څلور عسکر اؤ ٧ پوليس هاغه مهال ووژل شول کله چې تندلارو موسي قلعه ونيوله.

سيمه کې دپوليس لوجسټک کارپوهه ساقي جان ئيلي دي چې بريد کې څلور پوليس اؤ څلور عسکر وژل شوي دي، دغه نښته دشورو په شپه ناوخته پيل شوې.

له دې وړاندې دولايتي گورنر يا والي وياند عمر ځواک ددريوؤ پوليسو دوژل کيدو خبر ورکړى ؤ.

ساقي جان وائي چې پوليسو دڅو ساعتو دجگړې څخه وروستو دډسټرکټ پوليس هيډکوارټرز خواؤشا سيمه بيرته تر خپل واک لاندې راوستې .

طالبانو سږکال داپريل په مياشت کې دخپلې روايتي سپرلي دجگړې اعلان کړى چې له دې وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

سږکال په لمړي ځل افغان ځواکوه دامريکا په مشرۍ دبهرنو جنگي ځواکونو دبشپړ ملاتړ څخه پرته طالبانو سره په جگړه بوخت دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG