لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې روژه بیاپه بیلابیلو ورځو ویشل شوې


د پیښور ترڅنګ په نوښار،چارسده، مردان، صوابۍ اؤ یو شمیر قبائیلي سیمو کې هم ملیانو د زیارت په ورځ د روژې نیولواعلانونه کړي دي

په پاکستان کې دحکومت لخوا په یوه ورځ د روژې کولو ټولې هڅې ناکامۍ سره مخ شوي اؤ حسب روایت بیا اولس په بیلابیلو ورځو روژې نیسي.

دپاکستان د میاشت لیدنې کمیټي د شورو په ماسخوتن د ددغه کمیټې د مشر مفتي منیب الرحمان په مشرۍ له غونډې کولو وروستو اعلان کړی چې د هیوادپه یو ګوټ کې هم د رمضان میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه اوله روژه به د جمعې په ورځ وي.

خو د مفتي منیب ددغه اعلان څخه وروستو د پیښور دقاسم علي خان جومات څخه د شپې ناوخته اعلان مفتي شهاب الدین پوپلزئ اعلان وکړو چې قاسم علي خان جماعت کې د میاشت لیدنې غیرحکومتي کميټې ته د خیبرپښتونخوا دبیلابیلو برخو څخه د میاشت لیدلو لس شهادتونه رسیدلي په دې اساس د زیارت په ورځ به لمړۍ روژه وي.

د پیښور ترڅنګ په نوښار،چارسده، مردان، صوابۍ اؤ یو شمیر قبائیلي سیمو کې هم ملیانو د زیارت په ورځ د روژې نیولواعلانونه کړي دي.

دافغانستان اؤ سعودي عرب ترڅنګ د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم د زیارت په ورځ لمړۍ روژه نیول کیږي خو د پاکستان دمرکزي اؤ دخیبرپښتونخوا دحکومتونو ددې اعلان باوجود چې سږکال به په یوه ورځ ټول هیواد کې د روژې اؤ اختر په یوه ورځ د کولو هڅې وکړي هم حکومت په دې نه دی توانیدلی چې دمیاشت لیدنې په اړه دملیانو ترمینځ اختلافات ختم کړي.

دالمړی ځل نه دی چې په پاکستان کې روژه یا اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي بلکې هر کال حکومت په یوه اؤ اولس په بله ورځ روژه اؤ اختر کوي اؤ کله کله دغه فرق دریو ورځو ته هم وغځیږي.

خو سږکال په دغه هیواد کې زیات خلک له دې امله په یوه ورځ د روژې اؤ اختر کولو اعلان ته لیواله ؤ چې مرکزي حکومت اوس اوس په پلازمینه کې ټول ملیان ددې خبرې پابند کړي چې په یو وخت به جوماتو کې اذان اؤ جمع کوي.

د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر سردار یوسف څو ورځې وړاندې میډیا ته وئیلي وؤ حکومت به هڅه وکړي چې د نمونځ دغه نظام ټول ته وغځوي اؤ هم په روژه اؤ اختر د اختلافونو مخه ونیسي.

دخیبرپښتونخوا د مذهبي چارو وزیر هم تیره ورځ په دیني عالمانو غږ کړی ؤ چې باید د روژې اؤ اختر اعلان په یوه ورځ وکړي خو په دغو ټولو هڅو د شورو په ورځ هغه وخت اوبه واؤړیدې چې لکه دنور کله پشان سږکال هم ملیانو په بیلابیلو ورځو د روژې نیولو اعلانونه وکړل

XS
SM
MD
LG