لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينټاگون وائي دامريکائي طاقت له امله داعش پشا شوى


 کرد جنگيالو ته دامريکائي فضائي قوت مرسته ترلاسه ده.
کرد جنگيالو ته دامريکائي فضائي قوت مرسته ترلاسه ده.

دترکي دپولې ترڅنگ په يو مهم شامي ښار دقبضې دبرقراره ساتلو هڅه کې دداعش جنگيالي دکرد جنگيالو اؤ نورو ياغيانو دپرمختگ دمخې نيولو په مهال دسخت فشار سره مخ دي.

کرد جنگيالو ته دامريکائي فضائي قوت مرسته ترلاسه ده.

دنهې په ورځ دپينټاگون وياند کرنل سټيو ارن وئيلي په دې ځايې مونږ داعش دسخت فشار ښکار وينو، چې په جنگيدو کې خوښي نۀ لري اؤ دهاغه طاقت مقابله کې خوښي نۀ لري چې ورسره مخ دي

امريکائي دفاعي چارواکو دکرد چارواکو دهاغو دعوؤ داهميت دکمولو هڅه کړې وه چې پکې هغوي وئيلي وؤ تل ابيض په بشپړ ډول دداعش څخه نيول شوى، خو امريکائي چارواکو دښار خواؤشا کې نوى پرمختگ مهم بللى چې دهغوي په قول ددې جگړې په اړخ بدلولو کې مرستندويه ثابتيدى شي.

دفاعي اؤ استخباراتي چارواکو وئيلي دي چې تل ابيض دداعش لپاره داوږدې مودې راهسې يوه مهمه لاره پاتې شوې اؤ جنوب کې موقعيت لرونکي دهغوي دخودساخته پلازمينې رقعه ته درسد درسولو دمهمې لارې برخه ده.

دا دغيرملکي جنگيالو لپاره يوه مهمه لاره پاتې شوې چې داعش ته دمرگ ژوبلې اوښتو وروستو دهغوي په صفونو کې شامليدل، ديوې اندازې ترمخه دامريکا اؤ ائتلافيانو دفضائي بريدونو په مهال دداعش د10,000ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

کرنل سټيو وارن دکردانو پرمختگ دامريکائي ائتلاف له لوري شام کې دداعش دهلو ځلو دتوان دختمولو په لوري يو مهم گام بللى اؤ وئيلي يې دي دغه فضائي طاقت، دړنگونکي فضائي قوت ترڅنگ دتجربه لرونکي اؤ توان لرونکي ځمکني پوځ دکارروايۍ يوه مهمه بيلگه ده.

خو چارواکي مني چې دانديښنې علتونه اوس هم موجود دي چې پکې دترک چارواکو له لوري دا تور هم شامل دى چې شمالي شام کې کرد ځواکونه په يو رقم نسل کشۍ کې بوخت دي.

امريکائي چارواکو وئيلي دي که چرې دا تورونه سم وي ، نو دا خبره به دقبلولو جوگه نۀ وي، خو ددې تورونو پخلى لا پاتې دى.

همدغه شان ايا داعش په حقيقت کې پشا کيږي اؤ که کمانډرانو يې پريکړه کړې چې بل محاذ زيات مهم دى، په دې اړه هم پوښتنې راولاړيږي.

دامريکا دفاعي اؤ استخباراتي چاروناکو تيرو وختونو کې وئيلي وؤ داعش ډيره سخت دريځه ډله ده اؤ په يو محاذ دماتې خوړلو وروستو دغه ډله په بل محاذ راپورته کيږي اؤ ستونزې پيدا کوي.

دلسو زرو جنگيالو دتاوان اوښتو وروستو هم په داعش زيات فرق نۀ دى پريوتى اؤ دامريکا ددفاعي اؤ استخباراتي چارواکو وينا ده چې دداعش دجنگيالو شمير د22,000ؤ څخه تر 32,000ؤ زرو پورې دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG