لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا بجټ کې عام اولس دپاره څه دي؟


بجټ کې د فلاحي بجټ برخه ۵۳ فيصده، د انتظامي بجټ برخه ۱۱فيصده او د پرمختيا برخه ۳۶ فيصده جوړيږي .
بجټ کې د فلاحي بجټ برخه ۵۳ فيصده، د انتظامي بجټ برخه ۱۱فيصده او د پرمختيا برخه ۳۶ فيصده جوړيږي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د کال ۱۶ـ۲۰۱۵م دپاره چې د گل په ورځ بجټ وړاندی کړی شوی او حجم يې څلور سوه اووه اتيا اربه اته اتيا کروړه او څلوېښت لاکه روپۍ دی . که يو لور ته په دغه بجټ کې د پرمختيا په کارونو، د سرکاري ملازمينو په تنخواگانو او صحت، تعليم، سړکونو او توانائۍ په مدونو کې بجټ کې اضافه شوې ، نو بل لور ته ورسره ټېکسونه هم سېوا کړی شوي ، چې زياتره ترې عام اولس اغېزمند کيږي .

په دغه بحټ کې چې د ترقياتي (پرمختيا) د کارونو دپاره ۱۷۴ اربه روپۍ ، د تعليم دپاره ټولې ۹۷ اربه، د صحت دپاره ۲۹ اربه، د پوليس دپاره ۳۲ اربه، د اوبه خور دپاره درې اربه ، د موصلاتو او تعمير دپاره دوه اربه او شپږاويا کروړه روپۍ اېښودی شوي دي ، او د سرکاري ملازمينوپه تنخواگانو کې ۱۰فيصده اضافه شوې ده .

او د خزانې وزيرمظفرسيد د بجټ وړاندې کولو په مهال وئيلي چې په بجټ کې کوم نوی ټېکس نه دی لگول شوی .

خو په دغه وړاندې کړی شوي بجټ کې په پخوانو ټېکسونو کې په داسې طرېقې سره اضافه شوې چې زيات بوج يې په عام اولس پرېوځې .

په بجټ کې د تهري جي ، فورجي، او اېل ټي ای موبائيل انټرنېټ سروس، پرنټنگ پرېس (چاپه خانې)، وائس اوور ائي پيزسروسز او بجلۍ د ټرانسمېشن او ډسټري بيوشن سېکټر( تقسيم برخه) د ټېکس په دائره کې د شاملولو پرېکړې شوې ده . د دې ترڅنگ د کمرشل پراپرټۍ ټېکس د ۶ نه تر ۱۳فيصده پورې سېوا کولو تجويز وړاندې کړی شوی دی .

دغه ډول صوبې ته په داخلېدونکو غټو مال وړونکو گاډو چې زياتره د صوبې د خلکو وي په دغو گاډو د وزن په حساب د ۵۰۰ نه تر ۸۰۰۰ زرو روپو پورې د ټېکس لگولو تجويز وړاندې کړی شوی دی .

موټر سائيکل چې د عامو خلکو سورلۍ ده ، په بجټ کې په موټرسائيکل او سکوټر باندې د ۱۰۰۰ روپۍ ټېکس لگولو تجويز وړاندې شوی دی .

دغه رنگ مسافر يا د سورلو گاډي چې څلور او شپږ سيټونه لري چې پکې رکشې شاملې دي د څلور سوه نه تر ۶۵۲ روپو پورې ټېکس لگول شوی او د شپږو سيټونو نه په زياتو سيټونو والا گاډو باندې د سيټ په سر ۱۸۰روپۍ ټېکس لگول شوی دی او په کنټونمټ علاقو کې دغه حساب بدل وړاندی کړی شوی دی .

د دې ترڅنگ په ټرېکټر چې زياتره يې زمينداران کاروي ، د ټرالۍ يا ټرالۍ نه بغېر ټرېکټر باندې د ۶۰۰ روپو ټېکس لگولو تجويز وړاندې کړی شوی دی .

هغه پټرول پمپونه او سي اېن جي سټېشنې چې پکې به سټورونه (دوکانونه) ؤ ، د هغو نه به اوس د ۱۰زرو په ځايې ۱۵ زره روپۍ او بغېر سټورونو والا نه به د پينځه زرو په ځايې اووه نيم زره روپۍ ټېکس اخيستل کيږي .

د صوبې د خزانې وزير په وينا چې دغه کاليز بجټ په درېو برخو کې تقسيم کړی شوی دی ، په پوره تجويز شوي بجټ کې د فلاحي بجټ برخه ۵۳ فيصده، د انتظامي بجټ برخه ۱۱فيصده او د پرمختيا برخه ۳۶ فيصده جوړيږي .

په بجټ کې د نوؤ نوکرو پېدا کولو سره وئيل شوي چې په سکولونو کې به نور استاذان بهرتي کولی شي ، او په ۵۰۰ هائي او هائيرسيکنډري سکولونو کې به د ائي ټي ليبارټرۍ لگولی شي .

په بجټ کې د پرمختيايي کارونو، تعليم، توانايۍ، صحت او نورو شعبو کې په نوؤ او پخوانو منصوبو د خرڅ او د دغو کارونو دپاره د بجټ ځانگړي کولو سره ځوانانو ته د قرضو ورکولو هم وئيل شوي دي .

د بجټ ترمخه د بېنک اف خېبر په مرسته به بې روزگاره ځوانانو، وړوتاجرانو، هنرمندو زنانوؤ او معذوره هنرمندو کسانو ته د ۵۰زره روپو نه واخله تر دوه لاکه روپو پورې بغېر د سود نه قرضې ورکولی شي .

د دې نه علاوه د يوتهـ چېلنچ فنډسکيم لاندې به هنرمندو ځوانانو ته د وړې او منځنې درجې کاروبار ته د ودې ورکولو او غځولو دپاره ۲۰ لاکه روپۍ قرضه ورکولی شي ، د اسلامک مائيکروفنانس سکيم د لارې به بغېر د سود نه ۱۰ لاکه روپۍ قرضه ورکولی شي او د انصاف بلاسود زرعي قرضې سکيم به هم شورو کولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG