لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بين المللي اين جي او گانو ته شپږو مياشتو پورې دکار اجازه ورکړې


 دسرکاري بيان ترمخه بين المللي غيردولتي تنظيمونه به ددغه مودې په مهال داړونده ادارو له لوري ځانگړو څانگو کې دکار داجازې په نظر کې نيولو سره هلې ځلې دوامداره ساتي.
دسرکاري بيان ترمخه بين المللي غيردولتي تنظيمونه به ددغه مودې په مهال داړونده ادارو له لوري ځانگړو څانگو کې دکار داجازې په نظر کې نيولو سره هلې ځلې دوامداره ساتي.

دپاکستان دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ ترسره شوې دلوړې کچې غونډه کې پريکړه شوې ده چې موجوده وخت کې هيواد کې کارکوونکي ټول بين المللي غيردولتي تنظيمونه تر شپږو مياشتو کار دوامداره ساتلى شي.

دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ اسلام اباد کې پاکستان کې دکارکوونکو بين المللي غيردولتي تنظيمونو په اړه دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دخزانې دوزير اسحاق ډار په گډون گڼو لوړپوړو چارواکو گډون کړى.

دسرکاري بيان ترمخه بين المللي غيردولتي تنظيمونه به ددغه مودې په مهال داړونده ادارو له لوري ځانگړو څانگو کې دکار داجازې په نظر کې نيولو سره هلې ځلې دوامداره ساتي.

پاکستان کې کارکوونکو دټولو بين المللي غيردولتي تنظيمونو چارواکو ته وئيل شوي دي چې دحکومت اړونده ادارو سره دې دخپل نوي اندراج عمل په دريوؤ مياشتو کې مکمل کړي.

په ډاگه دې وي ېچ پاکستان کې دکارکوونکو بين المللي غيردولتي تنظيمونو لپاره ديو ضابطه کار تيارولو لپاره هم وزيراعظم نواز شريف يوه کميټي جوړه کړې ده.

دبيان ترمخه دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور طارق فاطمي په مشرۍ کې جوړه دغه کميټي به پاکستان کې دکارکوونکو بين المللي غيردولتي تنظيمونو لپاره دقانون مسوده اؤ دتگلارې په اړه تجويزونه وړاندې کوي.

کميټي به هيواد کې دکارکوونکو اين جي او گانو له لوري نزدې راتلونکي کې په مقامي قوانينو دعمل درامد باوري کولو اؤ ددغو تنظيمونو دڅارنې دعمل په اړه تجويزونه ورکوي.

په ډاگه دې وي چې دماشومانو دخيرښيگړې لپاره د کارکوونکي يوبين المللي تنظيم (سيو دي چلډرن) په اسلام اباد کې دفتر تيره اوونۍ تړل شوى اؤ ددغه تنظيم ټولې غيرملکي عملې ته په ١٥ؤ ورځو کې دننه دپاکستان دپريښودو وينا شوې وه.

په دغه ادارې دهيواد د گټو خلاف د کار تور لگول شوى ؤ ، په دغه تنظيم دلگول شوؤ تورونو په اړه سپيناوى نۀ ؤ شوى ؤ خو يواځې دومره وئيل شوي وؤ چې دخپل چارټر په ضد يې کار کولو.

دسيو دي چلډرن له لوري په يو بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان کې دغه تنظيم سره هيڅ غيرملکي وگړى تړلى نۀ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG