لاس رسیدونکی لینک

دالقاعده ديمني څانگې مشر امريکائي ډرون بريد کې وژل شوى دى


ناصرالوحيشي دالقاعده دمشر ايمن الظواهري مرستيال اؤ دالقاعده دپخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن نزدې ملگرى پاتې شوى دى.

تندروه ډلې القاعده دنهې په ورځ وئيلي دي دهغوي ديمن دڅانگې مشر ناصرالوحيشي تيره اوونۍ دډرون په يو بريد کې وژل شوى دى.

په يو ويډيوي بيان کې القاعده وئيلي دي چې دجمعې په ورځ دغه بريد په جنوب ختيز ښار مکلا کې الوحيشي اؤ دوه نور کسان وژلي دي، په دغه ويډيو کې دقاسم الرمي په نوم تن په جزيره نما عرب کې دالقاعده نوى مشر نومول شوى دى.

ناصرالوحيشي دالقاعده دمشر ايمن الظواهري مرستيال اؤ دالقاعده دپخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن نزدې ملگرى پاتې شوى دى.

امريکا باور کوي چې هغه دالقاعده دتر ټولو خطرناکې څانگې د٢٠٠٩م څخه مشري کوله.

امريکائي چارواکو دگل په ورځ وئيلي وؤ چې چې هغوي دالوحيشي دمرگ دپخلي په اړه کار کوي خو چارواکو دغه کارروايۍ کې دسي ائي اى دککړتيا په اړه څه نۀ دي وئيلي.

دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو تندروه ډلې اؤ پلويانو يې وئيلي چې الوحيشي وژل شوى دى.

دالوحيشي مشرۍ کې دالقاعده دغه څانگې گڼ ترهه گريز بريدونه ترسره کړي چې پکې ٢٠٠٩م کې دکرسمس په موقع دمسافرو ديوې امريکائي الوتکې دړنگولو هڅه هم شامل ده.

سږکال دجنورۍ په مياشت کې دغه ډلې پيرس کې دشارلي ايبډو په دفتر دترسره شوي خونړي بريد پړه هم په غاړه اخستې وه.

امريکا دالوحيشي دنيولو په اړه دمعلوماتو ورکوونکو ته ديو کروړ ډالرو دانعام ورکولو اعلان هم کړى دى.

XS
SM
MD
LG