لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا صوبې د ۴۸۷اربه روپو نه زيات بجټ وړاندې کړی شو


په بجټ کې کوم نوی ټېکس نه دی لگول شوی خو د وړاندې نه موجود ټېکسونه زيات کړی شوي دي .
په بجټ کې کوم نوی ټېکس نه دی لگول شوی خو د وړاندې نه موجود ټېکسونه زيات کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د سپيکر اسد قيصر په مشرۍ د خزانې وزير مظفر سيد د کال ۱۶ـ ۲۰۱۵ دپاره کاليز بحټ وړاندې کړو ، چې حجم يې څلور سوه اووه اتيا اربه اته اتيا کروړه او څلوېښت لاکه روپۍ دی .

د خزانې وزير صوبايي بجټ په داسې مهال وړاندې کړو چې په اسمبلۍ کې دننه د اپوزېشن ډلو او د ودانۍ نه بهر په سړکونو د سرکاري ملازمينو احتجاج روان ؤ .

د څلور سوه او اووه اتيا اربه روپو نه زيات وړاندې کړی شوي بجټ کې د ترقياتي (پرمختيا) د کارونو دپاره ۱۷۴ اربه روپۍ او باقې پاتې په صوبه کې د روانو محکمو د مصرفونو دپاره اېښودی شوي دي .

په بجټ کې د تعليم دپاره ټولې ۹۷ اربه روپۍ ، د صحت دپاره ۲۹ اربه روپۍ ، د پوليس دپاره ۳۲ اربه روپۍ ، د اوبه خور دپاره درې اربه ، د موصلاتو او تعمير دپاره دوه اربه او شپږاويا کروړه روپۍ اېښودی شوي دي .

د ترقياتي بجټ په ۱۷۴اربه روپو کې ۱۴۴ خپلې او ۳۲ اربه روپۍ د غېرملکې امدادونو دي ، چې به په ۱۵۲۵منصوبو کې ( چې پکې به ۹۱۱ په روانو او ۶۱۴ په نوؤ منصوبو) لگول کېږي .

ولې اپوزيشن ډلې وايي د صوبې حکومت د تېر کال ترقياتي فنډونه لا نه دي استعمال کړي .

او د عوامي نيشنل پارټۍ سردارحسېن بابک وايي ،

"د دې حکومت دا درېم بحټ دی تاسو وگورۍ دويې د صوبې کومه مسله خپلو ترجيحاتو کې شامله کړې ده مشاورت د دويې په کتاب کې نشته دوه بجټ فنډونه په مکمله توگه د دويې نه ضائع شو د دې بجټ د پوره اجلاس نه مونږ بائيکاټ وکړو او دا مونږ ټولې دنيا ته ښودل غواړو چې دا نااهله حکومت دی او دهغې په وجه نن ۵۴ کسان اپوزيشن دی او ټولو ترې بائيکاټ وکړو" .

په بجټ کې د سرکاري ملازمينو تخواه ۱۰فيصده سېوا کړی شوې ده ، او کوم نوی ټېکس نه دی لگول شوی خو د وړاندې نه موجود ټېکسونه زيات کړی شوي دي .

په بجټ کې حکومت په سې اېن جي ، پټرول پمپونو، سروس سټېشنو، کمرشل گاډو، د گاډو په روټ پرمټ ، پارکنگ فيس ، سپرټ او د کرکيلې په ماليو کې د اضافې سره په ۱۰۰۰سي سي موټرو د ۱۰زرو روپو ټېکس لگولی دی .

صوبايي حکومت وايي مرکزي حکومت به پينځه زره درې سوه او شل ملينه ډالرو ۱۹ منصوبې د قامي پرمختايي فنډ کې د پاک چين اقتصادي راهدارۍ نه د خېبرپښتونخوا دپاره شاملوي .

په بجټ کې د يوتهـ فنډ په نوم د هنرمندو کسانو دپاره د ۲۰ لکو روپو پورې د بې سوده قرضو سکيم هم اېښودی شوی دی ، او د مقامي حکومتونو دپاره ۴۲اربه روپۍ اېښودی شوي دي ، چې پکې ۱۳ اربه روپۍ د ويلج کونسل او اته، اته اربه روپۍ د ضلعې او تحصيل کونسلونو دپاره اېښودی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG