لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليبيا: امريکايي فضائي بمبارۍ کې تُندلاری کمانډربالمختار په هدف شوی


د ليبيا حکومت چې نړيوال ملاتړ ورته حاصل دی وئيلي دي دغه فضائي کارروايي د خالي په ورځ د ملک په ختيزه برخه کې شوې او بلمختار پکې وژل شوی دی .
د ليبيا حکومت چې نړيوال ملاتړ ورته حاصل دی وئيلي دي دغه فضائي کارروايي د خالي په ورځ د ملک په ختيزه برخه کې شوې او بلمختار پکې وژل شوی دی .

د امريکې پوځ وايي جائزه اخلي چې په ليبيا کې شوې فضائي حمله کې د القاعده سره تړاؤ لرونکی تُندلاری کمانډر مختاربالمختار وژل شوی دی .

د ليبيا حکومت چې نړيوال ملاتړ ورته حاصل دی وئيلي دي دغه فضائي کارروايي د خالي په ورځ د ملک په ختيزه برخه کې شوې او بلمختار پکې وژل شوی دی .

د اتوار په ورځ ناوخته د امريکې د محکمه دفاع لخوا جاري شوي يو بيان کې د بلمختار د وژنې پخلی نه دی شوی خو وياند کرنل اسټووارن وئيلي چارواکي يقيني دي چې کامياب فضائي عمليات ترسره شوي دي .

"زه پخلی کولی شم چې تېره شپه په ليبيا کې د ترهگرۍ د مخنيوي په لړ کې شوې حمله کې بلمختار په هدف ؤ، او دا حمله چې امريکايي الوتکې کړې ده ، مونږ د دغو عملياتو جاج اخلو او چې څنگه مناسب وگڼل شوه تفصيل به وړاندې کړی شي".

د امريکې محکمه خارجه د بلمختار د سر قيمت پنځوس لاکه ډالره اېښودی ؤ .

د امريکايي چارواکو تور دی چې بلمختار په کال ۲۰۱۳م کې په الجزائر کې د گېس په تنصيب باندې ترهگر بريد کړی ؤ او د درې امريکايانو په گډون پکې ۳۷ کسان وژل شوي وو .

ليبيا کې د يوې اوږدې مودې نه په واک کې پاتې کېدونکی امر معمرقذافي په کال ۲۰۱۱م کې لرې کړی شوی او د هغې نه پس دغه ملک د اړي گړي ښکار شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG