لاس رسیدونکی لینک

قبائيلي ځوانان عرب هيوادونو ته جهگړې که روزگار له لېږل کيږي ؟


د گورنر د ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل چې د دغو ځوانانو انتخاب به پوځ کوي .

د خېبرپښتونخوا گورنر مهتاب احمدخان عباسي د ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼې ترمخه چې د قبائيلي سيمو نه به ۵۰۰۰ ځوانان سعودي عرب متحده عرب امارات او قطر ته روزگار له لېږلی شي .

د گورنر د ماڼۍ نه د خالي په ورځ جاري شوي خبرپاڼه کې وئيل شي ، چې د ارمي روزگارسکيم لاندې به ډېر زر د قبائيلي ځوانانو سعودي عرب ، متحده عرب امارات او قطرته د لېږلو لړۍ پېل شي . او په لمړي پړاؤ کې به ۳۵۰۰ ځوانان سعودي عرب او د هغې نه پس به نور ۱۵۰۰ متحده عرب امارات او قطر ته لېږلی شي .

د گورنر د ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل چې د دغو ځوانانو انتخاب به پوځ کوي . خو دا وضاحت پکې نه دی شوی چې د دويې د کار نوعيت به څه وي . ولې د فاټا سيکرټريټ سرچينې وايي يواځې هغه ځوانان به لېږلی شي چې فني تعليم يې ترلاسه کړی شوي .

خو څېړونکې ويره څرگندوي چې د حکومت لخوا داسې په وړومبي ځل شوي چي قبائيلي ځوانانو ته په بهرنو هيوادونو کې ويړيا روزگار بندوبست کوي .

خبريال صفدر داوړ وائي سعودي عرب د يمن سره په جهگړه دی او د ائي ايس (داعش) نه هم خطر لري "پاکستان نه بيا بيا سعودي عرب د فوځ مطالبه کړې خو د فشارونو له وجې پاکستان انکار وکړو او اوس خلک گمان کوي چي ايا دا ۵۰۰۰ قبائيلي ځوانان عرب هيوادونو ته جهگړي لپاره ليږل کيږي که روزګار لپاره".

له دې وړاندې هم د نوازشريف د حکومت جوړېدو نه پس سعودي عرب پاکستان ته ۱.۵ بيلينه ډالره ويړيا ورکړي وو . او په هغه وخت هم څيړونکو دغه سوال راپورته کړی ؤ چې د دې په بدل کې به سعودي عرب د پاکستان نه د جهگړې دپاره افرادي قوت غواړي .

او پروفېسر خادم حسين وائي که چرته دا خبره غلطه هم وي چي دا ځوانان جهگړي له ليږل کيږي نو د دې باوجود هم د پاکستان حکومت له دلته په قبائيلي سيمو کې د روزگار مواقع برابرول پکار دي نه چې دا ځوانان عرب هيوادونو ته وليږل شي .

د پاکستان د قبائيلي سيمو گڼ شمير ځوانان چې بې روزگاره دي او په دغو سيمو کې د نيمې نه زياته ابادي د غربت د کرښې لاندې ژوند تېروي ، نو په داسي حال کې څيړونکي وايي چې ځايي ځوانان د پيسو لپاره اکثره په وسله والو تنظيمونو کې شامل شي او اوس دا امکان څرگنديږي چي د روزگار په بهانه سعودي عرب ته جهگړې لپاره وليږل شي .

XS
SM
MD
LG