لاس رسیدونکی لینک

د رابعه تبسم په یاد غونډې خلک څنګه وژړؤل ؟


نومیالو سندرغاړو،لیکوالو، موسیقارانو اؤ صحافیانو د رابعه تبسم فني خدمات په زرینو ټکو وستائیل

رابعه تبسم د پښتو هاغه ملنګه سندر غاړې وه چې ټول عمر یې به نیستو کې تیر کړی ؤ ، کله چې مشهوره شوه اؤ دنیا یې په دردمند اواز خپل غمونه غلطول نو ژوند ورسره د یارۍ مزی وشلولو اؤ سرې خولې بچي ترې یتیمان پاتې شول.

ددغه پښتنې فنکارې د مړینې څلور کاله وروستو تیره ورځ په پیښور کې خبریالانو دهغې په یاد کې یوه درنه غونډه راجوړه کړې وه چې پکې نومیالو سندرغاړو، موسیقارانو، لیکوالانو اؤ صحافیانو دهغې په فني خدماتو رڼا واچوله.

خو په دغه محفل کې یوه لمحه داسې هم وه چې کله د هغې ماشوم بچي دخپلې مور هغه سندره په خپلو وړو شونډو وئیله کومه چې رابعه تبسم د مرګي چپې نیمګړې پاتې کړې وه ، نو د محفل د برخه والو دسترګو نه اوښکې روانې شوې .

ددغه محفل خوندور ویډیو رپورټ لاندې کتلی شئ

XS
SM
MD
LG