لاس رسیدونکی لینک

ضرب عضب عمليات او د پاکستان پوځ دعوې


دميجر جنرل عاصم باجوه له لوري په ټوئټر دجاري کړل شوؤ پيغامونو ترمخه ضرب عضب عملياتو کې دتندلارو 837 ځالې تباه کړل شوي اؤ253 ټنه چاؤديدونکي مواد هم لاسته راوړل شوي دي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي ديشمالي وزيرستان کې تيرکال پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله 2763 جنگيالي اؤ347 پوځيان وژل شوي دي.دميجر جنرل عاصم باجوه له لوري په ټوئټر دجاري کړل شوؤ پيغامونو ترمخه ضرب عضب عملياتو کې دتندلارو 837 ځالې تباه کړل شوي اؤ253 ټنه چاؤديدونکي مواد هم لاسته راوړل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ له لوري روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه دپوځ له لوري دورکړل شوې دغه شميرې پخلۍ په ازادانه توگه ځکه نۀ شي کيدى چې سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري.

دجنرل باجوه په وينا عمليات دپاکستان اؤ افغانستان پولې ته نزدې څو اخري برخو ته منتقل شوي دي اؤ دعوه يې کړې ده چېدعملياتو دپيل کيدو څخه تر دې مهاله قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې روانو عملياتو کې مهمې لاسته راوړنې شوي دي اؤ هيواد کېدامنيت غوره صورتحال ، دچين دصدر په گډون دبهرنو مشرانو دورې، اؤ دزمبابوى دټيم اوسنى سفر ددغو عملياتو دبرياليتوبونو څخه گرځولي دي.

جنرل باجوه دا هم وئيلي دي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې 18,087 وسلې هم لاسته راوړل شوي دي اؤ زياته کړې يې ده چې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره ټول قام يو موټى دى. پوځ وعده کړې ده چې عمليات به پاکستان څخه دترهه گرۍ تر خاتمې پورې دوامداره ساتي. دپاکستاني پوځ وياند وئيلي دي چې دضرب عضب عملياتنو په مهال د٩ؤ زرو خفيه اطلاعاتو په اساس ترسره شوؤ عملياتو کې په زرگونو شکمن ترهه گر اؤ دهغوي خواخوږينيول شوي دي..

دپاکستان پوځ تيرکال په ١٥م جون دامريکا دغوښتنو اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو دمذاکراتو دناکاميدو څخه وروستو په داسې حال کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې پوځي عمليات پيل کړي وؤ چې ددغو عملياتو دپيل کيدو څخه يواځې يوه اوونۍ دمخه طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه، دغه حمله کې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

که هر څو شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتوپه مهال دمهمو لاسته راوړنو دعوې کيږي خو سيمه کې اوس هم دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ دخونړو نښتو راپورونه ترلاسه کيږي اؤ نن دخالي په ورځ دپاکستان پوځ په يوه کارروايۍ کې دغلته د٢٠ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړل شوي چې په نتيجه کې يې ٢٠ جنگيالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG