لاس رسیدونکی لینک

په بلوچستان کې د خام تېلو د صفاېۍ لویه منصوبه پرانستل شوې


دجمعې په ورځ حُب سيمه کې د٧٥ؤ کروړو ډالرو په لگښت دخام تيلو دصفايۍ ديوې منصوبې پرانستې دستورې ته دوينا په مهال نواز شريف وويل چې دغه منصوبه بلوچستان کې دترقۍ لپاره يوه لويه منصوبه ده.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چېدکړکيچ سره مخبلوچستان صوبېدهيواد دنورو صوبو سره دبرابرولو لپارهپه مختلفو منصوبو کار روان دىدکوم سره چې به نۀ يواځې دغه صوبه کې پرمختيا وشي بلکېخلکو ته به دروزگار موقعې هم په لاس ورشي.

دجمعې په ورځحُب سيمه کېد٧٥ؤ کروړو ډالرو په لگښت دخام تيلو دصفايۍ ديوېمنصوبېپرانستې دستورې ته دوينا په مهالنواز شريف وويل چېدغه منصوبه بلوچستان کېدترقۍ لپارهيوه لويه منصوبه ده. هغه وويلدغربت اؤ بې روزگارۍ خاتمې لپارهدامنيت ټينگښت شرط دىاؤ دعوه يې وکړه چې دماضي په پرتله بلوچستان کېدامن وامان صورتحال کې ښه والى راغلى.

اوسنو مياشتو کې صوبه کېدرامينځته شوؤ تشدد دپيښو ديادونې په ترڅ کې وزيراعظم وويلددغسې پيښو سره به يې حوصلې نۀ ماتيږياؤ ترهه گر به په بشپړ ډول ختمولى شي. دهغه په ټکو” اوسبزدلانو(ترهه گرو) تهدنور څه کولو موقع نۀ ميلاويږي ، هغويپه تلو تلو کېپه ځينو خلکو ډزې کوي، دتيښتې په ترڅ کېډزې کويخو هغوي به نور څومره ورځې دغسې کوي؟، هغوي ټول به نيول کيږي اؤ بلوچستان به بشپړ پرامنه صوبه جوړيږي”

نوازشريف وويلدسحالي ښار گوادر بندرگاه به دعصري تقاضو مطابق جوړولى شيکومه چې به دسړکونو ديو جال په ذريعهدهيواد نورو برخو سره تړلى شي. دپاکستان اؤ چين ترمينځ داربونو ډالرو داقتصادي لارې منصوبه کېدغه بندرگاه ته ځانگړى اهميت ترلاسه دىاؤ دچين څخه پيل شوې داقتصادي لارې منصوبه دپاکستان دمختلفو ښارونو څخه دتيريدو وروستو گوادر پورې رسيږي.

بلوچستان په قدرتي وسيلو سمبال خو دپاکستان تر ټولو پسمانده صوبه ده اؤ وجه يې دغلته ديوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسېروان تاؤتريخوالى ښودل کيږي. خو دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوچ حُب کېدستورې ته دوينا په مهال وويلدهغه دحکومت دهڅو سره دصوبې په زياترو سيمو کې امنيت پځايې شوى نو ځکه اوس سرمايه کارانو ته پکار دي چېبلوچستان کې خپلې منصوبې ولگوي کومو ته چې به دهغه په قول بشپړ تحفظ ورکولى شي.

دناقدينو اؤ بلوچسان دځينو قوم پرستو دريځ دى چې بلوچستان کېدگوادر دبندرگاه په گډون نورو منصوبو کې دمقامي خلکودحقونو خيال نۀ ساتل کيږيخو چارواکي بيا وائي صوبه کې لگيدونکو منصوبو کې دبلوچستان اولس ته دهغوي جائزه برخه ورکولى شي.

XS
SM
MD
LG