لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائجيريا کې بوکو حرام شپږ کلي سوځولي،٣٧ کسان مړۀ


 دحکومت پلوه رضاکار ځواک دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي دا حملې دشورو په ماښام شوي دي، دنائجيريا اخبار دي نيشن اطلاع ورکړې چې دغه ټول کلي دنائجيريا په بورنو رياست کې موقعيت لري.
دحکومت پلوه رضاکار ځواک دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي دا حملې دشورو په ماښام شوي دي، دنائجيريا اخبار دي نيشن اطلاع ورکړې چې دغه ټول کلي دنائجيريا په بورنو رياست کې موقعيت لري.

شمالي نائجيريا کې دځوانانو درضاکارو امنيتي ځواکونو غړي وائي چې دتندروه ډلې بوکو حرام جنگيالو په سيمبيسا ځنگل کې دخپلې ځالې سره نزدې شپږ کلي سوځولي اؤ ٣٧ کسان يې وژلي دي.

دحکومت پلوه رضاکار ځواک دجمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي دا حملې دشورو په ماښام شوي دي، دنائجيريا اخبار دي نيشن اطلاع ورکړې چې دغه ټول کلي دنائجيريا په بورنو رياست کې موقعيت لري.

رضاکار احمد عجمي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي داغيزمن شوي دنائجيريا دپوځ له لوري اوس اوس دبوکو حرام څخه خالي کړل شوؤ سيمو ته ستانۀ شوي کسان وؤ، په دغو سيمو تندلارو تيرکال قبضه کړې وه.

دزيارت په ورځ دنائجيريا، نائيجر، چاډ، کيمرون اؤ بينين لوړپوړي چارواکي دنائجيريا پلازمينه ابوجا کې دبوکو حرام سره جگړې لپاره دوړانديز شوي گډ ځواک په جوړيدو خبرو اترو لپاره راټول شوي وؤ.

پخپله پرانستې وينا کې دنائجيريا صدر محمودوبحاري وويل چې ددغه ټاسک فورس کمان دهغه هيواد سره پکار دى ځکه چې په لويې شمير کې پوځيان به يې دنائجيريا څخه وي اؤ بوکو حرام سره دجگړې ميدان هم نائجيريا دى.

بحاري وويل دنائجيريا ځواک جوړيدو لپاره دلسو کروړو ډالرو دورکړې په ژمنه ولاړ دى.

د٢٠٠٩م راهسې روان ياغيتوب کې دبوکوحرام له لوري بريدونو کې دنائجيريا په زرگونو اولسي وگړي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG