لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : عملياتو کې دمهم کمانډر په گډون ١٥ جنگيالي وژل شوي


ته دپاکستان دسرکاري ريډيو ترمخه دافغانستان پولې ته نزدې د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې هم امنيتي ځواکونو يوه کارروايۍ کې ١٠ ترهه گر وژلي دي
ته دپاکستان دسرکاري ريډيو ترمخه دافغانستان پولې ته نزدې د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې هم امنيتي ځواکونو يوه کارروايۍ کې ١٠ ترهه گر وژلي دي

دپاکستان پوځ وائي چې دشمالي وزيرستان اؤ بنو سيمې دپولې ترمينځ په سپين خاوره سيمه کې ترسره شوؤ عملياتو کې دحاجي گل په نوم ديو مطلوب ترهه گر په گډون پينځه جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه سپين خاوره سيمه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ دغو عملياتو کې پينځه تندلاري وژل شوي ، پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې حاجي گل دترهه گرۍ په گڼو پيښو کې ککړ ؤ.

همدغه راز په يو بل جاري کړل شوي بيان کې پوځ وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې هم امنيتي ځواکونو دلټونې عملياتو کې ١٠ ترهه گر وژلي دي.

خو په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى ځکه نۀ شي کيدى چې سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري.

څو ورځې وړاندې دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې وئيلي وؤچې شمالي وزيرستان کې يو ځانمرگي هاغه مهال په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چولي چې دپوځ له لوري دهغه تعقيب کيدو، پوځ پخلى کړى ؤ چې په دغه بريد کې دهغوي ٧ عسکر وژل شوي وؤ.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG