لاس رسیدونکی لینک

پيښور : ځانمرگي بريد کې دوه پوليس مړه، دډپټي کمانډنټ په گډون ٦ ژوبل


ايس پي کينټ رانا عبدالفاروق وئيلي دي چې په موټر سائيکل ناست ځانمرگي ځان دپيښور دحيات اباد په فيز ٥ کې دايف ار پي دډپټي کمانډنټ ملک طارق دگاډي سره ټکر کړى.

پوليس وائي چې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دزيارت په سحر ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه دوه پوليس عسکر وژل شوى اؤ دفرنټئير ريزرو پوليس( ايف ار پي) دډپټي کمانډنټ ملک طارق په گډون ٦ کسان ژوبل شوي دي.​

طالبانو دبريد ذمه واري په غاړه اخستې

ايس پي کينټ رانا عبدالفاروق وئيلي دي چې په موټر سائيکل ناست ځانمرگي ځان دپيښور دحيات اباد په فيز ٥ کې دايف ار پي دډپټي کمانډنټ ملک طارق دگاډي سره ټکر کړى.

سينئر سپرنټډنټ اف پوليس( ايس ايس پي) ميا سعيد هم پخلى کړى چې دغه چاؤدنه يو ځانمرگى بريد ؤ اؤ دفرنټئير ريزرو پوليس( ايف ار پي) دډپټي کمانډنټ ملک طارق دگاډي سره نزدې هاغه مهال وشوه کله چې کله چې هغه دايف ار پي دفتر ته روان ؤ.

دهسپتال دسرچينو ترمخه پيښه کې پيښه کې شپږ کسان ژوبل شوي چې پکې دوه پوليسو، دوه لاروي ، دگاډي ډرائيور اؤ ډپټي کمانډنټ ملک طارق شامل دي، چاؤدنه کې گاډى هم تباه شوى دى.

ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته وړل شوي اؤ وئيل کيږي چې دغلته ديو پوليس حالت سخت دى.

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دډلې يو مشر شفقت ملک وئيلي دي چې بم کې دپينځوؤ څخه تر شپږو کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد استعمال شوي دي.

بل لوري ته غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان په يو بيان کې دحيات اباد دبريد پړه په غاړه اخستې.

طالب وياند محمد خراساني وئيلي دي چې ددغه بريد په ترسره کولو کې يې يو موټر سائيکل اؤ بم استعمال کړى اؤ زياته کړې يې ده چې واکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) به دهغوي ځانگړى هدف وي.

هغه وئيلي دي چې تحريک طالبان پاکستان دهغوي دوژنې په فهرست کې دشاملو کسانو دپه نخښه کولو يوه نوې تگلاره خپله کړې ده، طالب وياند دا هم وئيلي دي چې” مونږ به ټول هاغه (خلک) په نخښه کوؤ چې داسلامي شرعي نظام دنفاذ په ضد دي“

دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې ورسره پيوست قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې دپوځ له لوري عمليات روان دي چې پکې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه شوې اؤ ددې ترڅنگ شمالي وزيرستان کې هم پوځ دتندلارو په ضد دضرب عضب په نوم عملياتو کې د٢٥٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو ادعاوې کوي.

پوځي چارواکي که هر څو که هر څو ددغو عملياتو په نتيجه چې هيواد کې جنگيالو ته دسختو تاوانونو اوړيدو دعوې کوي خو دتيرو څو اوونو راهسې پاکستان کې په امنيتي ځواکونو اؤ اولسي وگړو دتندلارو لخوا بريدونو کې اضافه راغلې ده.

څو ورځې وړاندې دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې وئيلي وؤچې شمالي وزيرستان کې يو ځانمرگي هاغه مهال په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چولي چې دپوځ له لوري دهغه تعقيب کيدو، پوځ پخلى کړى ؤ چې په دغه بريد کې دهغوي ٧ عسکر وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG