لاس رسیدونکی لینک

پاکستان هند ته دسخت ځواب ورکولو دړکه کړې ده


دلوړپوړو پوځي کمانډرانو غونډه کې دهيواد دپولو دتحفظ ددفاع اؤ دکوم ممکنه جارحيت په صورت کې دسخت ځواب ورکولو خبردارى ورکړل شوى دى.

دخپل گاونډي رقيب هيواد هند له لوري دپاکستان دپولې دننه دميانمار په څير دپوځي عملياتو په دړکه دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شرف اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سخت غبرگون ښودلى اؤ هند ته يې دسخت ځواب ورکولو خبردارى ورکړى دى.

له دې وړاندې دهند داطلاعاتو اؤ نشرياتو رياستي وزير راجيه وردهيان راټهور پخپل يو بيان کې دهندي پوځ له لوري دبرما دپولې دننه ترسره شوي عمليات دپاکستان په گډون دټولو هاغو هيواونو لپاره يو پيغام گرځولى ؤ چې پکې هند لپاره ترهه گريز سوچ لرونکي خلک موجود دي.

دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دجنرل راحيل په مشرۍ دشورو په ورځ دلوړپوړو پوځي کمانډرانو غونډه کې دهيواد دپولو دتحفظ ددفاع اؤ دکوم ممکنه جارحيت په صورت کې دسخت ځواب ورکولو خبردارى ورکړل شوى دى.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري دجاري شوي بيان ترمخه جنرل هيډکوارټرز راولپينډۍ کې دپوځ دمشر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دفارميشن کمانډرانو غونډه شوې چې پکې دهيواد دداخلي اؤ بهرني امنيتي صورتحال اؤ ترهه گرۍ په ضد دروانو عملياتو دپرمختگ جاج اخستل شوى.

په دغه موقع دپاکستاني پوځ سرلښکر وئيلي دي څوک پاکستان ته په ښيرنه سترگه دکتلو جرائت نه شي کولى اؤ زياته کړې يې ده چې دپاکستان دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ به هر صورت کې دفاع کولى شي.

دفارميشن کمانډرانو غونډه کې دگاونډي هيواد هند داوسنۍ رويې اؤ بيانونو جاج اخستل شوى اؤ وئيل شوي چې دهندي سياست دانانو له لوري دنورو هيوادونو معاملو کې مداخلت دملگرو ملتونو دچارټر خلاف ورزي اؤ افسوس ناک عمل دى.

دپوځي مشرانو غونډه کې دپاکستان دجغرافيائي سلامتۍ دتحفظ وعده تکرار شوې اؤ وئيل شوي دي چې دپاکستان په ضد به دڅه رقم کارروايۍ مناسب ځواب ورکولى شي.

بل لوري ته دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم گاونډى هيواد هند ته خبردارى ورکړى اؤ وئيلي يې دي”هند دې په څه رقم غلط فهمۍ کې نۀ اوسي، پاکستان ميانمار نۀ دى“

يو بيان کې چوهدري نثار وئيلي دي چې دپاکستان اولس اؤ حکومت سيمه کې امن غواړي اؤ هم دا وجه ده چې دټولو انديښنو اؤ شکونو يو اړخ ته په ايښودو سره وزيراعظم نواز شريف دخپل هندي سيال نريندر مودي دسوگند اخستو په دستوره کې گډون کړى اؤ ددوه اړخيزه مذاکراتو دبحالۍ اراده يې تکرار کړې وه.

دهند پوځ تيره ورځ دبرما دپولې دننه دجنگيالو دوه کيمپونه تباه کړي ؤ اؤ له دې وروستو داطلاعاتو اؤ نشرياتو رياستي وزير راجيه وردهيان سنگهـ راټهور دړکه کړې وه چې دغه عمليات دپاکستان په گډون دټولو هاغو هيوادونو اؤ ډلو لپاره يو پيغام دى چې هند په ضد ترهه گرۍ ته وده ورکوي.

هغه دا هم وئيلي وؤ چې ترهه گر يواځې ترهه گر وي اؤ کومه بله پيژندگلو نۀ لري دهغه په قول” مونږ چې کله هم غواړو عمليات به کوؤ“

هغه په ډاگه کړې وه چې دپولې پورې غاړې ددغو عملياتو پريکړه وزيراعظم نريندر مودي کړې وه اؤ زياته کړې يې وه چې هند به پخپل ټاکلي ځايې اؤ وخت عمليات ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG