لاس رسیدونکی لینک

امريکا عراق ته دنورو پوځي تربيه ورکوونکو ليږلو پريکړې ته نزدې


دوړانديز شوې منصوبې لاندې نور ٥٠٠ تربيه ورکوونکي به تيرکال عراق ته ليږل شوؤ٣٠٠٠ؤ تربيه ورکوونکو اؤ مشيرانو کې شاملولى شي

دامريکائي چارواکو ترمخه صدر براک اوباما به عراق ته دنورو پوځي تربيه ورکوونکو دليږلو دمنصوبې په اړه زر پريکړه وکړي، پينټاگون دداعش په ضد جگړه کې دعراقي پوځيانو دمضبوطولو په گامونو ټينگار کوي.
دوړانديز شوې منصوبې لاندې نور ٥٠٠ تربيه ورکوونکي به تيرکال عراق ته ليږل شوؤ٣٠٠٠ؤ تربيه ورکوونکو اؤ مشيرانو کې شاملولى شي، تيرکال صدر براک اوباما دشمالي اؤ لويديز عراق په لويو سيمو دجنگيالو دقبضې څخه وروستو دتربيه ورکوونکو دليږلو منظوري ورکړې وه.
چارواکي وائي منصوبه کې انبار صوبه کې ديو نوي تربيتر مرکز جوړيدل اؤ په انبار صوبه دبيا قبضې کولو لپاره زياتو مهمو گڼل کيدونکو سُني جنگيالو ته دمرستې ورکولو وړانديزونه شامل دي، عراقي پوځ دمليشا ځواکونو په مرستې سره دصوبائي سرښار رمادي سره نزدې سيمو باندې دبيا قبضې کولو هڅې کوي، تيره مياشت جنگيالو په رمادي قبضه کړې وه.
دنيشنل سيکورټي کونسل وياند اليسټيئر بيسکى دنهې په ورځ دتربيه ورکوونکو دممکنه تعيناتۍ لړ کې تفصيلات نۀ دي ورکړي اؤ يواځې يې دا وئيلي دي چې سپينه ماڼۍ په بيلا بيلو تجويزونو غور کوي.
دامريکا صدر براک اوباما دگل په ورځ وئيلي وؤ چې دامريکا تربيت يافته عراقي پوځيان ډير موثره دي اؤ زياته کړې يې وه دعراق وزيراعظم حيدرالعبادي دتربيه شوؤ، تازه، په سازوسامان دبرابرو اؤ محتاطو نورو امنيتي ځواکونو دخواهش سره اتفاق کوي.
دتربيت دورکولو ترڅنگ امريکا ديو فضائي ائتلاف مشري کوي کوم چې عراق اؤ شام کې دداعش په ځالو4,400 حملې کړي، دسپينې ماڼۍ پريس سيکرټري جوش ارنسټ دنهې په ورځ وئيلي دي ددې خبرې شواهد موجود دي چې گډه تگلاره بريالۍ کيدى شي.
ناقدينو په صدر براک اوباما نيوکې کړي چې يوه مناسبه تگلاره نۀ لري ، دکوم اعتراف چې هغه دگل په ورځ کړى ؤ.
ناقدين امريکا څخه غوښتنه کوي چې عراق ته دې جگړې لپاره ځمکنى پوځ وليږي، خو دغه غوښتنه صدر ردوي.

XS
SM
MD
LG