لاس رسیدونکی لینک

خيبرپښتونخوا : بلدیاتي انتخاباتو کې د درغلۍ په ضد د حزب اختلاف احتجاج


دپيښور په بيلا بيلو سيمو کې ددرې فريقي اتحاد له لوري هړتال نمانځل کيږي

په ٣٠مه مئ خيبرپښتونخوا صوبه کې دترسره شوؤ بلدياتي انتخاباتو په مهال دبدنظمۍ ، شکمنې دهاندلۍ اؤ ټگۍ ټورۍ په ضد صوبه کې داى اين پي، پيپلز پارټۍ اؤ جى يو ائي(ف) درې فريقي انتخابي اتحاد دشورو په ورځ دسرښار پيښور په گډون ټوله صوبه کې هړتال کوي.
درې فريقي اتحاد دشکمنې دهاندلۍ پسر دواکمن گوند پاکستان تحريک څخه دمستعفي کيدو اؤ صوبه کې بيا دسره دنگران حکومت په څارنه کې بيا دسره دبلدياتي انتخاباتو ترسره کولو غوښتنه کړې اؤ دريځ لري چې دصوبائي حکومت په ضد به خپل احتجاج تر هاغه وخته دوامداره ساتي ترڅو چې صوبائي حکومت مستعفي شوى نۀ وي.
دپيښور په بيلا بيلو سيمو کې ددرې فريقي اتحاد له لوري هړتال نمانځل کيږي اؤ دې لړ کې دښار په بيلا بيلو سيمو کې ددغو گوندونو دکارکوونکو له لوري په لاؤډ سپيکرو کاروباريانو ته دخپلو دوکانونو دتړلو ويناوې شوي.
دې لړ کې داى اين پي مشر ميا افتخار حسين، پخواني صوبائي وزير عاقل شاه، دجى يو ائي(ف) ارباب فاروق جان په صدر روډ داحتجاج مشري کړې اؤ دغلته يې راټولو شوؤ خلکو ته ويناوې کړي دي.
دعوامى نيشنل پارټۍ يو مشر عبدالجليل خان ميډيا سره خبرو کې دا اطلاعات رد کړي چې گنې دهغوي کارکوونکو په تجارانو په زوره دوکانونه بند کړي اؤ زياته کړې يې ده چې دهغوي احتجاج پرامنه دى.
هغه وويل کارکوونکي يې په لاسونو کې بيرغونه وړي نۀ چې ډنډې اؤ دعوه يې وکړه چې کاروباريان ورسره ددغه احتجاج په مهال مرسته کوي.
پيښورکې که هر څو نن ددرې فريقي اتحاد له لوري دهړتال غږ شوى خو دخيبربازار په گډون دښار بيلا بيل واړه اؤ لويې بازارونه پرانستي دي.
بل لوري ته داطلاعاتو ترمخه دننني هړتال په مهال دخيبرپښتونخوا د چارسدې، بنو، کوهاټ اؤ صوابۍ په گډون دصوبې زياترو سيمو کې دژوند چارې دمعمول مطابق روانې دي خو په چارسده کې داى اين پي کارکوونکو په لاؤډ سپيکرو دوکاندارانو ته دخپلو دوکانونو دتړلو وينا کړې ده.
راپورونه وائي چې ددرې فريقي اتحاد لخوا تيره ورځ دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ پيښور کې دال پارټيز کانفرنس کې دشکمنې دهاندلۍ دپلټنو لپاره دعدالتي کميشن دجوړولو دتجويز رد کيدو څخه وروستو صوبائي حکومت دکابينې په غړو عنايت الله خان، شهرام خان ترکۍ، عاطف خان اؤ مشتاق احمد غني مشتمل يو هيئت ماښام مهال داحتجاج دغږ دبيرته اخستو په اړه داى اين پي، پيپلز پارټۍ، اؤ جمعيت علماء اسلام سره دخبرو اترو لپاره باچاخان مرکز ته ورغلى ؤ، خو دهغوي ترمينځ خبرې اترې ناکامه شوې وې.
ميډيا سره خبرو کې ددرې فريقي اتحاد صدر ميا افتخار وئيلي دي چې اپوزيشن تر مياشتو پورې داحتجاج دوامداره ساتلو ته تيار دى.

XS
SM
MD
LG