لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وایي سوله طالبانو سره نه پاکستان سره پکار ده


داشرف غني په وینا گاونډي هيواد پاکستان ورسره دتيرو څو لسيزو راهسې په نااعلانه جگړه بوخت
داشرف غني په وینا گاونډي هيواد پاکستان ورسره دتيرو څو لسيزو راهسې په نااعلانه جگړه بوخت

دافغانستان صدر اشرف غني پاکستان افغانستان کې د روانې جګړې سبب بللی اؤ وایي ‌طالبان خو د کور خلک دي باید هغوئ سره له سولې وړاندې پاکستان سره د سولې خبرې وکړل شي.

داشرف غني په وینا گاونډي هيواد پاکستان ورسره دتيرو څو لسيزو راهسې په نااعلانه جگړه بوخت .

اشرف غني په پاکستان دغه سختې نيوکې وروستو له هغې کړي چې هغه تيره اوونۍ ديو خط له لارې په پاکستان کې دموجودو طالب مشرانو په ضد پاکستاني چارواکو څخه دسختو گامونو اخستو اؤ دهغوي دملاتړ دپريښودو غوښتنې وکړې.

صدر اشرف غني دلوړې کچې ديو هيئت سره دافغانستان جنوبي ولايت قندهار ته رسيدلى اؤ دغلته يې دخلکو يوې لويې غونډې ته وينا کړې ده.

اشرف غني وئيلي دي دپخواني افغان صدر حامد کرزي دواکمنۍ په دور کې چې کله هم دکوم طالب مشر سره دسولې لپاره خبرې شوي اؤ يا هم ورسره اړيکې نيول شوي نو هغه په پاکستان کې يا خو وژل شوى اؤ يا دملک څخه بې دخله کړل شوى دى.

که هر څو دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې دپيل څخه دلوړو ژورو اؤ شکونو ښکار پاتې شوي اؤ دپخواني افغان صدر حامدکرزي دواکمنۍ په مهال دغه اړيکې زياتې دتاؤتريخوالې ښکار وې خو کابل کې دنوي حکومت رامينځته کيدو څخه وروستو ددواړو هيوادونو دلوړپوړو عسکري اؤ سياسي چارواکو ترمينځ یو څه ښه شوي دي اؤ په بيلا بيلو موقعو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان دښمن خپل دښمن گرځولى.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې دتاؤتريخوالى یوه اساسي وجه دا هم ليدل کيږي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دامريکا دائتلافي جوړيدو څخه راپديخوا هم دپاکستان پوځ طالبانو سره اړيکې پرې کړي نۀ دي..

خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وائي اوس هغوي دطالبانو سره هیڅ رقم اړيکې نۀ لري.

پاکستاني چارواکو که هر څو په بيلا بيلو موقعو دافغان امن عمل کې دملاتړ اؤ اسانتيا ورکولو ژمنې کړي خو پاکستان سره داړيکو په اړه دافغان حکومت رويه کې بدلون وروستو له هغې وليدل شو چې تيره اوونۍ دافغانستان صدر اشرف غني ديو خط له لارې اسلام اباد څخه غوښتنه وکړه چې نور دې دافغان طالبانو ملاتړ پريږدي.

په دغه خط کې داشرف غني حکومت پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دامن دعمل لپاره دخپل خلوص دثابتولو په غرض دې څو گامونه واخلي چې پکې په پيښور اؤ کوئټه کې دطالب مشرانو نظربندي اؤ دافغان طالبانو دډلې حقاني نيټ ورک په ضد گامونه اخستل شامل دي.

پخپله وينا کې اشرف غني وويل چې دامن لپاره دحوصلې ضرورت دى اؤ دا په جذباتو نۀ شي گټل کيدى.

اشرف غني وئيلي دي سوله د رور سره نه بلکې دهاغه چا سره کيږي چې جگړه کوي اؤ پاکستان افغانستان سره نااعلانه جگړه پيل کړې نو ځکه هغوي ته پکار دي چې لمړى پاکستان سره دسولې خبرې پيل کړي ترڅو هغوي (پاکستان) طالبان خبرو ته مجبور کړي.

دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه ادارو ترمينځ اوس اوس دترسره شوي لانجمن تړون په اړه افغان صدر اشرف غني وويل چې دغه معامله ددواړو هيوادونو دايجنسو ترمينځ ده خو داپوزيشن دمخالفت وروستو هغه دغه معامله پخپلو لاسونو کې اخستې ده.

افغان قانون سازان اؤ ميډيا دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه اجينسو ترمينځ دترهه گرۍ په ضد دمرستې په اړه ددغه تړون داجازې ورکولو له امله په صدر اشرف غني په داسې حال کې سختې نيوکې کوي چې دطالبانو لخوا سږکال دسپرلي دروايتي جگړې څخه وروستو په ټول افغانستان کې دترهه گرۍ اؤ تشدد پيښو کې سخته اضافه راغلې چې پکې په لسگونو خلک وژل شوي دي اؤ له دې امله په اشرف غني پاکستان سره داړيکو دښه کولو دهڅو پسر فشار سيوا شوى دى.

ځينې مبصرين وائي چې دصدر اشرف غني لخوا دپاکستان خفيه ادارې ائي ايس ائي سره ددغه تړون مقصد په اصل کې دطالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو لپاره دپاکستان په رويه کې نرمي پيدا دي.

اشرف غني وويل چې دغه تړون به دملي گټو اؤ ملي رايې داتفاق په تناظر کې لاسليک کيږي.

افغان صدر دا هم وئيلي دي چې پاکستاني چارواکو سره يې دډيورنډ په کرښه خبرې نۀ دي کړي ځکه چې دغه واک هغه نۀ بلکې اولس لري.

Recommended

XS
SM
MD
LG