لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې يو بل پوليس افسر ووژل شو


د کراچۍ ښار په شرقي (ختيز) زون کې د تېرې مياشتې راهسې د ډي اېس پي عهدې درې افسران د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو .
د کراچۍ ښار په شرقي (ختيز) زون کې د تېرې مياشتې راهسې د ډي اېس پي عهدې درې افسران د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو .

د پاکستان لويې صنعتي ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د ډي اېس پي عهدې يو بل پوليس افسر په ډزو وژلی دی .

د چارواکو په وينا پوليس افسر ډي اېس پي مجيدعباس د ښار د لانډهي سيمې په شاه لطيف ټاؤن علاقه کې نامعلومه وسله والو په داسې مهال په هدف کړی دی ، چې نوموړی د کور نه ډيوټۍ پله روان ؤ ، وژل شوی پوليس افسر په سائټ ټاؤن کې په ډيوټۍ وو .

د شاه لطيف ټاؤن تهاڼې د پوليس مشر ارشد اعوان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل څلورو نامعلومو موټر سائيکل سورو وسله والو په پوليس افسر ډزې کړي ، او وسله وال د موقعې نه تښتېدلي دي .

د ښار د جناح روغتون د حادثاتي څانگې د مشرې ډاکټرې سيمي جمالي په وينا پوليس افسر روغتون ته د راوړلو نه وړاندې په لار کې ساه ورکړې وه .

وزيراعظم نوازشريف د پوليس افسر د وژنې غندنه کړې ، او په کراچۍ ښار کې يې په ورستيو کې د پوليس افسرانو په وژنو کې په اضافه يې اندېښنه څرگند کړې ده . نوموړي په ښار کې چارواکو ته د امنيت ټينگ ساتلو هدايات جاري کړي دي .

د کراچۍ ښار په شرقي (ختيز) زون کې د تېرې مياشتې راهسې د ډي اېس پي عهدې درې افسران د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو .

تېره مياشت دوه ډي اېس پي افسران او يو بل پوليس افسر چې د حېدراباد جېل پخوانی مرستيال مشر ؤ ، وژل شوي وو .

د پوليس سرچينې وايي وژل شوؤ پوليس افسران په سيمه کې د وسله والو په ضد عملياتو کې بوخت ؤ ، او يو شمېر ترهگر يې گرفتار کړي هم وو .

پوليس چارواکي وايي په ښار کې د پوليس وژنې د ترهگرو او وران کارو په ضد د عملياتو غبرگون دی .

د پوليس شمېرې ترمخه روان کال کې تراوسه پورې نزدې ۵۰ پوليس چې پکې افسران شامل دي په کراچۍ کې د ډزو په پېښو کې وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG