لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان: انښته کې ۱۹ وسله وال او ۷ پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي دي ،

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په ضد د پوځ په ځمکنو عملياتو کې ۱۹ وسله وال او اووه پوځې عسکر وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د اتوار په شپه د افغانستان پولې ته نزدې په شمالي وزيرستان کې د پوځ او وسله والو ترمينځ انښته شوې ده .

د ائي اېس پي ار ترمخه په انښته کې ۱۹ وسله وال وژل شوي چې پکې پينځه کمانډران هم شامل دي .

د پوځي بيان ترمخه د عملياتو په مهال چې پوځي عسکرو وسله وال گېر کړل ، نو په دغه مهال يو خودکش په ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړه ، او په نتيجه کې يې اووه پوځي عسکر ووژل شو .

د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي دي ، او پوځ ادعا کوي چې تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې يې د سيمې زياتره برخه د جنگيالو نه پاکه کړې ده .

په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ لخوا د جنگيالو په ضد چې فضائي او ځمکنې عمليات دوام لري ، د دې ترڅنگ په دغه سيمه کې وخت په وخت د امريکايي بې پائيلټه ډرون الوتکې بريدونه هم کيږي .

دوه ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې يو بې پائيلټه ډرون بريد شوی ؤ ، چې پکې د نهه وسله والو د وژنې خبرونه رارسېدلي وو .

د پاکستان حکومت او پوځ وايي ، د قبائيلي سيمو وزيرستان او خېبرايجنسۍ ترڅنگ به د ټول ملک نه د ترهگرۍ خاتمه کوي ، او د اخري ترهگر د خاتمې پورې به د وسله والو په ضد عمليات دوام لري .

XS
SM
MD
LG