لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن:د سعودي په مشرۍ د اتحاد په بمبارۍ کې ۴۴کسان وژل شوي


د خالي په ورځ ملگرو ملتونو اعلان کړی يمن کې د امن په لړ کې به د جون په ۱۴م نېټه جنيوا کې خبرې اترې کيږي .
د خالي په ورځ ملگرو ملتونو اعلان کړی يمن کې د امن په لړ کې به د جون په ۱۴م نېټه جنيوا کې خبرې اترې کيږي .

د يمن په پلازمينه صنعا کې د سعودي عرب په مشرۍ د جوړ اتحاد په فضائي بمبارۍ کې د عامو خلکو په گډون ۴۴ کسان وژل شوي دي ، دغه بمباري د حوثي ياغيانو د ولقې لاندې صنعا کې د يمني پوځ په مرکز شوې ده .

سعودي عرب په يمن کې وروستو د هغې د مارچ په مياشت کې فضائي عمليات پېل کړل ، چې کله حوثي ياغيانو صدر عبدالربومنصورهادي د پلازمينې نه بهر کړو او هغه رياض ته جلاوطن شو .

يمن کې تازه فضائي عمليات په داسې مهال شوي چې د خالي په ورځ ملگرو ملتونو اعلان کړی يمن کې د امن په لړ کې به د جون په ۱۴م نېټه جنيوا کې خبرې اترې کيږي .

حوثي ياغيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې د يوې مياشتې د کمپائن وروستو صنعا باندې قبضه کړې وه ، او د هغې وروستو د حکومت پلوه او ياغيانو ترمينځ انښتې روانې شوې او بيا سعودي عرب په دغه هېواد کې فضائي حملې پېل کړې وې .

د ملگرو ملتونو د شمېرې ترمخه په دغه جگړه کې تراوسه پورې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG