لاس رسیدونکی لینک

گلگت بلتستان کې پارليماني ووټونه روان دي


د ووټونو اچولو وخت د سحر اته بجو نه تر ماښام پينځه بجو پورې دی ، او بغېر د کومې دمې به دغه عمل روان وي .

د پاکستان په شمالي سيمه گلگت بلتستان کې نن د گل په ورځ د قانون ساز اسمبلۍ د ۲۴ چوکو دپاره ووټونه روان دي .

د گلگت بلتستان په اووه ضلعو گلگت، هنزه، غذر، ديامر، سکردو، استور او گانچې کې د ۲۴ چوکو دپاره ټول ۲۶۸ کانديدان په مېدان کې دي ، او د ملک د ټولوغټو سياسي د کانديدانو ترمينځ مقابله روانه ده .

گلگت بلتستان کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره د شپږو لاکو نه زياته ده ، چې پکې د چارواکو په وينا ۵۳ فيصده ووټران نارينه او ۴۷ فيصده زنانه دي . په اووه واړو ضلعو کې ټول ۱۱۵۱ پولينگ سټېشنې جوړې کړی شوي ، چې پکې ۲۰۵ حساسې او ۱۵۲ ډېرې حساسې گرځول شوي دي .

د ووټونو اچولو وخت د سحر اته بجو نه تر ماښام پينځه بجو پورې دی ، او بغېر د کومې دمې به دغه عمل روان وي .

گلگت بلتستان کې د ووټونو په مهال د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي ، او د پوليس سره په پولينگ سټېشنو د پوځ عسکر هم ودرول شوي دي .

د گلگت بلتستان د قانون ساز اسمبلۍ دا په دويم ځل انتخابات کيږي ، له دې وړاندې په کال ۲۰۰۹م کې گلگت ته د خپل حيثيت ورکولو نه پس دغلته انتخابات شوي وو .

XS
SM
MD
LG